مشهورې افغان سندرغاړې او اداکارې فرزانه ناز هم د هندوانو د (هولي) ورځ لمانځلې ده او د دې ورځې ځينې ځانګړي عکسونه يې هم خپاره کړي دي.
نن په هند کې د (هولي) ورځ ولمانځل شوه، دا ورځ چې د رنګونو ورځ او د پسرلي په ورځ هم يادول کېږي، هندوان يې په لويه کچه په هند او له هند څخه بهر هم لمانځي.
فرزانه ناز چې له څه وخت راهيسې په هند کې ژوند کوي، هم د هولي په ورځ يې خپل ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې مخ او سر يې په رنګونو لړل شوى دى.
View this post on Instagram
نوموړې دا عکسونه په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپاره کړي دي او همدا راز د هولي مبارکي يې هم هغه ټولو خلکو ته ورکړې ده، چې دا ورځ لمانځي.
فرزانه ناز چې دا عکسونه يې دوه ساعته مخکې په انسټاګرام کې خپاره کړي دي، تراوسه پورې څه کم درې زره کسانو يې عکسونه خوښ کړي دي.