کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان: ما چې د چا پر لاس ور تو کړي هغه اول نمبر اداکاره شوې

عامر خان: ما چې د چا پر لاس ور تو کړي هغه اول نمبر اداکاره شوې

د بالیووډ فلمونو مشهور اداکار عامر خان چې په مسټر پرفیکشنسټ په نوم هم یادېږي وایي چې د کومې اداکارې پر لاس لیاړې تو کړي، نو اول نمبر شي.

د بالیووډ د فلمونو لارښوده او کوریوګرافر فراه خان په یوې مرکه کې وایي چې، عامر خان د فلم د ثبت پرمهال ډېره مستي کوي او له ملګرو هنرمندانو سره ډېرې ټوکې ټکالې کوي، خو ډېر عجیب عادت هم لري.

فراه خان زیاتوي چې عامر خان د فلم د ثبت پر مهال هر یو نوي شخص ته وایي (لاس دې راوښیه چې په لاس کې دې موجودې کرښې ولولم او کله چې هغه شخص لاس ور وړاندې کړي نو عامر پرې ور تو کړي).

راپورونه وایي کله چې له عامر خان څخه په دې اړه پوښتنه وشوه، نو په مسکا سره یې ځواب ورکړ: (( ما چې د کومو ښځینه وو مرکزي اداکارانو پر لاس تو کړي نو هغه اول نمبر اداکاره شوې)).

بل لوري ته د بالیووډ اداکارې پوجا بیدي چې کله په دې خبره شوه، نو په خندا یې وویل: ((زه خپلې لور عالیه ته وایم چې له عامر خان کاکا سره ضرور وویني ترڅو په لاس درته تو کړي او اول نمبر اداکاره شې.

دا هم ولولئ

دي کپل شرما شو

کپل شرما د يوې خپرونې ٥ ميليونه روپۍ اخلي

د هند د مشهورې ټلويزيوني خپرونې (دي کپل شرما شو) چلوونکى او مشهور کوميډين کپل …