کورپاڼه / کرکټ / یو بل لوبغاړي هم په یو اور کې د شپږو، شپږیزو وهلو کارنامه ترسره کړه

یو بل لوبغاړي هم په یو اور کې د شپږو، شپږیزو وهلو کارنامه ترسره کړه

سریلانکایي الراونډر تیسرا پریرا په یو اور د شپږو شپږیزو په وهلو سره لومړنی سریلانکایي لوبغاړی شو، چې دغه کارنامه ترسره کوي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې سریلانکایي الراونډر لوبغاړي د کورنیو سیالیو په لیست ای سیالیو کې دغه کارنامه ترسره کړې.

د سریلانکا د پوځ کپتان تیسرا پریرا د بلوم فیلډ کرکټ اینډ ایتلیتک کلب لوبډلې سپینر بالر دلان کوریا ټول پلانونه ور شنډ کړل او په یوه طریقه یې هم پرېنښود.

کله چې پریرا د غټو شاټونو پیل وکړ نو په یو، دوه یا درې توپونو نه بلکې په شپږو توپونو شپږیزې ووهلې او په ټول پاڼه کې یې په دیارلسو توپونو ۵۲ تېزې منډې وکړې.

باید ووایم چې دا لومړنی سریلانکایي توپ وهوونکی شو چې په یو اور کې شپږ، شپږیزي وهي او په دې سره پریرا د شپږو، شپږیزو وهوونکو لوبغاړو په کوچني غوندې نوملړ کې شامل شو، چې له دې وړاندې په دې نوملړ کې ګیري سوبرز، روي شاستري، هرشیل ګیبس، یوراج سنګ، روس وایټلی، حضرت الله ځاځي، لیو کارټر او کیرن پولارډ هم شامل ول.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …