ځینې وختونه د انسان د سترګو جوړښت د هغه د احساساتو او جذباتو ترټولو غوره ترجماني کوي او دا ترې معلومېږي چې دغه شخص په کوم حالت کې قرار لري. دغه راز کله د یو شخص د سترګو جوړښت موږ په دې پوهولی شي چې یاد شی خوشحاله دی، خپه دی، غوسه دی او که دروغ وایي.
خبره دې تر دې ځایه محدوده نه ده بلکې د سترګو جوړښت د انسان د شخصیت په اړه هم ډېر رازونه لري، نو راځئ چې ځینې یې دلته ولولو.
بادامي سترګې:
هغه ښځې او نارینه چې د بادامي سترګو لرونکي وي د نرم طبیعت لرونکي ګڼل کېږي، دوی هر وخت له نورو سره مینه کوي او درد ورسره شریکوي او دغه ډول خلکو پر احساساتو پوهېدل ستونزمن وي.
کوچنۍ سترګې:
هغه کسان چې کوچنۍ سترګې لري ډېر نظر یې پخپل ځان وي او د ژوند په اړه تنقیدي، تحلیلوونکې او جدي نظریات لري. دغه راز د نورو په پرتله یو څه هوښیار وي او ډېر خلک پرې خپاې ستونزې حلوي.
غټې سترګې:
هغه کسان چې غټې سترګې لري د سوړ طبیعت لرونکي او خواږه وي او د کوچنۍ کورنۍ او د لږو ملګرو لرونکي ګڼل کېږي.
ننوتې سترګې:
هغه کسان چې د ننوتو سترګو لرونکي وي، داسې خلک ډېر خوبونه ویني او ځان خوشحاله ساتي، دغه راز هغه کسان چې ننوتې سترګې لري کله چې یو څوک سم وپېژني نو د خپل ځان په اړه ورته هر څه وایي.
ګردې سترګې:
هغه کسان چې د ګردو سترګو لرونکي وي ویل کېږي دوی د تخلیقي وړتیاوو څښتنان وي، دغه راز ډېر احساساتي او غوسه ناک هم وي او په ډېرو کسانو کې هم په آسانۍ سره د خلکو توجه ځانته را اړوي، خو ځینې یې بیا ډېر بېباکه هم وي.