کورپاڼه / خپلواک / هندۍ فلمي ستورې کاجل اګروال واده کوي
کاجل اګروال

هندۍ فلمي ستورې کاجل اګروال واده کوي

خپلواک وېبپاڼه (۲۹ اکتوبر ۲۰۱۹): د هند د جنوبي برخې فلمي ستورې چې په هندۍ سينما کې هم نامتو نوم لري د واده کولو پرېکړه کړې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، مشهوره هندۍ فلمي ستورې کاجل اګروال نن سبا د خپل واده په تياريو کې بوخته ده. دوی وايي چې د کاجل اګروال د مينه والو لپاره ښه خبر دا دی چې هغه واده کوي.

د راپورونو په وينا، کاجل اګروال دا خبره په يوه خپرونه کې کړې ده. کله چې له کاجل نه د هغې د واده په تړاو پوښتنه وشوه، نو هغې وويل، چې د واده په تياريو بوخته ده او ژر به واده وکړي.

کله چې له هغې وپوښتل شول، چې هغه په خپل خاوند کې کومې ښې خبرې لټوي، نو کاجل وويل، چې ډېر څه شته، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې خاوند مې مثبت فکر ولري او زما ډېره پاملرنه وکړي او همدا راز روحاني وي.

کاجل اګروال خپل فلمي ژوند د تمل او تيلګو فلمونو څخه کړی و، چې هلته د بريالي فلمونو جوړولو نه وروسته هندي فلمونو ته راغله او په هندي فلمونو کې يې هم ډېر نوم پېدا کړ.

نوموړي په ډېر شمېر فلمونو کې کار کړی دی، چې وروستی فلم يې د (پېرس پېرس) په نوم يو د تمل ژبې فلم و، همدا راز د هغې په راتلونکو فلمونو کې بيا (کال سنټر) په تيلګو او انګليسي ژبه کې جوړېږي چې په ۲۰۲۰ کې به نندارې ته وړاندې او (ممبۍ ساګا) په په هندي ژبه کې جوړېږي چې په ۲۰۲۰ کې نندارې ته وړاندې کېږي او همدا راز (انډين ۲) فلم بيا د تمل ژبې فلم دی چې په ۲۰۲۱ کال کې به جوړ او نندارې ته وړاندې شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …