کورپاڼه / روغتيا / هغه ماشومان چې د غوا شېدې نه څښي، ونه یا قد یې ټیټ پاتې کېږي

هغه ماشومان چې د غوا شېدې نه څښي، ونه یا قد یې ټیټ پاتې کېږي

د یوې نوې څېړنې له مخې څېړونکو ویلي، که چېرته ماشوم د غوا او مېښې د شېدو پرځای نورې شېدې استعمال کړي، نو قد یا ونه یې ټیټه پاتې کېږي.

ویل کېږي چې په دې اړه له پنځو زرو څخه په ډېرو ماشومانو څېړنې وشې او معلومه یې کړه هغه ماشومان چې د غوا د شېدو پرځای نورې شېدې کاروي قد یا ونه یې ټیټه پاتې کېږي.

د کاناډا د سینټ مایکل روغتون ډاکتر جوناتن میګویری او ملګرو یې چې ذکر شوې څېړنه ترسره کړې وایي چې، تر دوو کلونو پورې باید ماشوم ته د مور شېدې ورکړل شي او په دې دوران کې د غوا له شېدو ډډه وشي، ځکه چې د غوا په شېدو کې موجود پروټین او نور مواد ماشوم نه شي هضمولی، خو له دوه کلنۍ وروسته باید د غوا شېدې ضرور ورکړل شي کنه نو د ماشوم پر وده منفي اغېزې پرېوځي.

ویل کېږي چې د غوا په شېدو کې د دماغو او هډوکو لپاره اړین توکي لکه پروټین، کلسیم او نور اړین غوړ موجود وي چې له دوه کلنۍ وروسته د ماشوم لپاره لازمي ګڼل کېږي.

په دې اړه د ترسره شوې څېړنو له مخې ویل کېږي هغه ماشومان چې د غوا شېدې نه څښي د هغوی په پرتله یې د غوا شېدې څښي، صفر اعشاریه چلور سانتي ونه یې ټيټه وي.

په درې کلنۍ دغه توپیر تر یو نیم سانتي رسېږي، ډاکتر جوناتن وایي چې په یوه پیاله د غوا په شېدو کې شپاړس ګرامه پروټین ړي چې د ماشوم اړتیا پوره کوي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …