کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یوې اوه پنځوس (۵۷) کلنې میرمنې دویم ماشوم وزېږاوه

په امریکا کې یوې اوه پنځوس (۵۷) کلنې میرمنې دویم ماشوم وزېږاوه

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي د امریکا د نیو هیمپشایر د سیمې اوه پنځوس کلنې باربرا هیګنس دویم ماشوم زېږولی.

ویل کېږي چې له نن څخه پنځه کاله وړاندې باربرا یوارځینۍ لور مالي له لاسه ورکړه، چې له هغې وروسته یې تل دا هیله په زړه وه چې یو ماشوم دې ولري، چې بالاخره د ۲۰۲۱ کال د مارچ په شلمه نیټه یې غېږه ډکه شوه.

باربرا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دې څو ځلې داسې خوب لېدلی و چې یو ماشوم پیدا کول غواړي، که څه هم په دې عمر کې د ماشوم زېږول لېونتوب ګڼي خو بیا یې پرېکړه وکړه چې سمه ده.

نوموړې زیاتوي چې دی له خپلو خوبونو سره دومره نږدې اړیکه لرله چې په هر حالت کې یې رښتیا کول غوښتل او دا اراده یې کړې وه چې ماشوم به زېږوي، چې دادی خوب یې رښتیا کړه او پنځه شپېته کلن خاوند یې هم ډېر خوشحاله دی.

د باربرا خاوند کیني بانهاف وایي چې دوی نه یوازې دا چې عمر بلکې ټولنیزو بدیو ته هم ماتي ورکړه او پخپلې میرمنې د ویاړ احساس کوي خو د راتلوونکي لپاره بیا لږ خپه دی.

باید یادونه یې وکړم چې باربرا له دې وړاندې هم په ډېر عمر کې ماشوم زېږولی و، چې د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې نوم هم ثبت شوی و.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …