کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان به په اى پي ايل کې دا ځل له ډيويډ وارنر سره کومه نڅا وکړي؟
راشد خان

راشد خان به په اى پي ايل کې دا ځل له ډيويډ وارنر سره کومه نڅا وکړي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان د هند چيناى ته رسېدلى دى او هلته د خپلې لوبډلې سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره يو ځاى شوى دى.

نوموړي هلته له رسېدو وروسته د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په انسټاګرام اکاونټ کې لايف راغلى و او د مينه والو ډېرو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

له نوموړي نه يو مينه وال پوښتنه کړې وه، چې ايا سږکال اى پي ايل کې به دوى د ويکټې اخيستو وروسته د راشد خان له ډيويډ وارنر سره په ګډه د (بوټا بوما) نڅا وويني؟

نو راشد خان ورته په ځواب کې وويل، چې هو، حتماً هغه به هڅه وکړي چې د ويکټې تر اخيستو وروسته په لوبغالي کې دا ډول نڅا له ډيويډ وارنر سره ګډه وکړي او د ويکټې اخيستو خوشحالي په دې ډول ولمانځي. هغه وايي چې په دې اړه به مخکې له مخکې وارنر ته ووايي او دوى به د دې لپاره پلان جوړ کړي.


(بوټا بوما) د هند د سويلي سينما د مشهور اداکار (الو ارجن) د فلم سندره ده، چې د سويلي هند پرته په ټول هند کې هم ډېره مشهوره شوې ده او په دغه سندره کې د نوموړي نڅا خلکو ډېره خوښه کړې ده، چې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره ليدل کېږي.

د يادولو وړ ده چې د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) د اپريل په ٩مه نېټه پيلېږي. همدا راز سنرايزرز حېدراباد به بيا خپله لومړۍ لوبه د اپريل په ١١مه نېټه د کلکته نايټ رايډرز پر وړاندې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

مهيندر سينګ دهوني او لوکيش راهول

د پنجاب او چيناى زمريان نن مخامخ کېږي

په اى پي ايل کې نن اتمه لوبه د پنجاب کنګز او چيناى سوپر کنګز …