کورپاڼه / جالب / په جاپان کې دولتي کارمندانو ته په دې سزا ورکړل شوې، چې له کار څخه دمخه به یې دوه دقیقې دمخه رخصت کاوه

په جاپان کې دولتي کارمندانو ته په دې سزا ورکړل شوې، چې له کار څخه دمخه به یې دوه دقیقې دمخه رخصت کاوه

د جاپان یوې ادارې هغه دولتي کارمندانو ته چې له ټاکل شوي وخت څخه یې دوه دقیقې دمخه رخصت کړی او کور ته تللي ول، سزا ورکړل شوه.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دې دولتي کارمندانو به هر وخت له ټاکل شوي مهال ویش څخه دوه دقیقې دمخه رخصتي کوله او عادت یې ګرځېدلی و.

دغه اداره وایي چې دوی له ۲۰۱۹ کال څخه د روان کال تر جنورۍ پورې ۳۱۶ داسې شکایتونه ترلاسه کړي ول، چې دولتي کارمندان له وخت څخه دمخه کور ته ځي.

بل لوري ته ذکر شوي کارمندان وایي چې دوی ځکه دوه دقیقې دمخه له ادارې وتل ترڅو بس یا موټر ورته په وخت پیدا شي، خو که چېرته ځنډېدلي وای نو نیم ساعت به یې بس یا موټر ته نور هم انتظار کاوه.

ویل کېږي چې له څېړنو وروسته معلومه شوه چې د حاضرۍ اړوند اجراییوي مدیر هم ور پکې لاس درلود او دوه دقیقې دمخه به یې د کارمندانو حاضري ثبت کړه او خپله به هم ورسره ووت، ادارې اجراییوي مدیر ته د سزا په موخه د هغه معاش یا تنخوا کټ کړه او نورو کارمندانو ته یې اخطار ورکړ.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …