کورپاڼه / اسلام / نبوي طب: په شاتو سره د بدهضمۍ درملنه
www.Baghiatollah.ir

نبوي طب: په شاتو سره د بدهضمۍ درملنه

اسلام یو ډېر سپېڅلی او هر اړخیز دین دی، هر اړخیز ځکه دی چې د انسان د ژوند ټولې خواوې یې ذکر کړي، چې په دې لړ یو اړخ د طب اړخ هم دی، چې اسلام دې لوري ته هم پام کړی دی، نو راځئ چې نن په نبوي طب سره د شاتو په وسیله درملنه زده کړو.

حضرت ابو سعید خدری رضي الله عنه وایي چې یو شخص د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او ورته یې وویل چې زما د ورور خېټه روانه ده (یعنې بدهضمي لري) رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې شات پرې وخوره، هغه شخص لاړ او په ورو یې شات وخوړل او بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او و یې ویل چې شات مې پرې وخوړل خو لاس یې لا تېز شو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته بیا وفرمایل چې شات پرې وخوره او په همدې ډول درې ځلې ورته رسول الله همدا خبره وکړه، په څلورم ځل کله چې هغه شخص وویل چې شات مې پرې وخوړل خو سړی نور هم بدتره شو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د خبرې په اورېدو وفرمایل چې الله تعالی رښتیا فرمایلي دي او ستا د ورور خېټه دروغ وایي، هغه شخص بیا لاړ او پخپل ورور یې شات وخوړل نو شفا یې نصیب شوه او روغ شو.

یاده دې وي چې ننني ساینس څوارلس نیمه سوه کاله وروسته د شاتو ګټې په تجریو ثابتوي.

Loading...

دا هم ولولئ

داسې وخت هم راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې الله تعای هغه شخص د خپل عرش …