کورپاڼه / جالب / په تایلینډ کې یو غل د غلا پرمهال ویده شو، خو بیا ورسره څه وشول؟

په تایلینډ کې یو غل د غلا پرمهال ویده شو، خو بیا ورسره څه وشول؟

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې پو تایلینډ کې یو غل د غلا په موخه یو کور ته ننوتی و، چې خوب پرې زورور شو او کله یې چې سترګې پرانیستې نو اوبه له ورخه تېرې وې.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه پېښه د تایلینډ د فیتچابن د ایالت په ویچیان بوري ښار کې هغه وخت رامنځته کله چې د کور څښتن را ویښ شو او غلا یې په ژور خوب وېده ولید.

د کور څښتن غلا ته نارې کړې او ورڅخه یې پوښتل چې څوک دی او دده په کور کې څه شی کوي؟ غلا په بیړه پورته شو او تر یوې شېبې خو نه پوهیدو چې چېرته دی، ترڅو چې پوهېدو د کور څښتن او زوی یې نېولی و.

راپور زیاتوي چې د کور د څښتن پر غلا له ښې خوارۍ وروسته پولیس راوغوښتل او غلا یې په لاس ورکړ. پولیس وایي چې دغه شخص دوه ویشت کاله عمر لري او اتیت کین کنتود نومېږي او څارنې پرمهال یې منلې چې کور ته د غلا په موخه ننوتی و، خو د ډېرې ستړیا له امله پرې خوب زورور شو او د یوې تشې کوټې په لیدلو یې پرېکړه چې تر یو څه وخته به خوب وکړي او بیابه غلا وکړي، خو خوب یې دومره زورور و چې په سبا سهار د کور خاوند راجګ کړو.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …