د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى عرفان پټان هم په کورونا ويروس اخته شو. نوموړي د کورونا ويروس ټېسټ د مثبت راتلو خبر په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى.
هغه په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې د کورونا ويروس ښکار شوى دى، دا په داسې حال کې ده چې هغه د کورونا هېڅ نښې نښانې هم نه لرلې.
عرفان خان په خپل ټويټ کې زياته کړې ده، چې د کورونا ټېسټ مثبت راتلو وروسته يې ځان کرنټين کړى دى.
د هند دغه پخواني الراونډر لوبغاړي له هغه خلکو څخه هم غوښتنه کړې ده چې په دې وروستيو کې يې له هغه سره ليدلي دي چې ژر تر ژره دې د کورونا ټېسټونه وکړي.
همدا راز عرفان پټان د خپلو مينه والو څخه غوښتنه کړې ده چې د کورونا د مخنيوي لپاره دې احتياطي تدابير خپل کړي، ماسک دې وکاروي او ټولنيز واټن دې وساتي.
— Irfan Pathan (@IrfanPathan) March 29, 2021
د يادولو وړ ده چې عرفان پټان په دې وروستيو کې د روډ سېفټي نړيوال سيريز کې ولوبېده، چې د دغه سياليو څخه دا څلورم کرکټر دى چې د کورونا ويروس ټېسټ يې مثبت راغلى دى.
په دغه سيالۍ کې د ټولو هېوادونو هغه لوبغاړي ولوبېدل چې له کرکټ څخه يې استعفاوې ورکړي دي او دغه سيريز انډيا ليجينډز لوبډلې وګټلو.