کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: هغه کیمیاوي مواد چې د خوراکي توکو د ساتنې لپاره کارول کېږي، دفاعي سیستم کمزوری کوي

څېړنه: هغه کیمیاوي مواد چې د خوراکي توکو د ساتنې لپاره کارول کېږي، دفاعي سیستم کمزوری کوي

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه کیمیاوي مواد یا توکي چې د خوراکي توکو د ساتنې لپاره استعمالېږي د انسان دفاعي سیستم ته زیان رسوي.

په څېړنه کې راځي، هغه د خوراک او څښاک شیان چې په کوتیو، ډبیو او نورو شیانو کې تر اوږدې پورې ساتل کېږي او د ساتنې لپاره یې چې کومه طریقه په کار وړل کېږي، د انسان دفاعي سیستم اغېزمنوي او د واکیسن د اغېزو تاثیر له منځه وړي.

دغه راز له دې څېړنې څخه د کورونا د وایروس شدت او په وینه کې د خوراکي توکو د ساتنې لپاره د استعمالېدونکو توکو د لوړې کچې ترمنځ اړیکه هم وموندل شوه.

دا څېړنه چې د چاپیریال ساتنې د کاري ډلې له لورې ترسره شوې او روغتیایي کارپوهانو یې کتنه ترسره کړې، دوی وایي هغه کیمیاوي مواد چې د پروسیس شوو خوراکي توکو تر ډېره پورې د ساتنې لپاره په کار وړل کېږي، د انسان دفاعي سیستم سخت زیانمنوي.

د چاپیریال ساتنې کاري ډلې څېړونکو په څېړنه کې د بېلابېلو برخو د زهري توکو ډیټا څېړلې، ترڅو معلومه کړي چې د خوراکي توکو د ساتنې لپاره په کارېدونکي کیمیاوي مواد د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې ښیندي.

په دې څېړنې پر حیواناتو او په غیر حیواناتو تجربو څرګنده کړه چې دغه کیمیاوي مواد د انسان دفاعي سیستم زیانمنوي، چې دغه پایلې په ځانګړي توګه د کورونا د وبا پرمهال د اندیښنې وړ ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …