کورپاڼه / خپلواک / واني کپور: سنجی دت او رنبير کپور ډېر ښه انسانان دي
واني کپور، سنجی دت او رنبير کپور

واني کپور: سنجی دت او رنبير کپور ډېر ښه انسانان دي

خپلواک وېبپاڼه (۲۹ اکتوبر ۲۰۱۹): د هندي فلمونو ښايستوکې او نامتو ستورې واني کپور ويلي ي، چې سنجی دت او رنبير کپور ډېر ښه انسانان دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، واني کپور د سنجي دت او رنبير کپور ډېره ستاينه وکړه او وې ويل چې دواړه ډېر ښه انسانان دي. واني کپور اوس د کرن ملهوترا په جوړېدونکي فلم (شمشېرا) کې له سنجي دت او رنبير کپور سره يو ځای کار کوي.

شمشېرا فلم چې د يش راج فلم شرکت يې جوړوي د ۱۸۰۰ وخت پکې ښودل شوی دی. هغه وخت چې د ډاکوانو يوه ډله د خپلو حقونو او د ازادۍ لپاره له انګرېزانو سره جنګېږي او له هغوی څخه اوسپنه اخلي.

هندي رسنۍ وايي، چې واني کپور د سنجي دت او رنبير کپور ډېره ستاينه وکړه. نوموړې وويل، چې دواړه ډېر ښه اداکاران او ښه انسانان دي. هغه وايي، چې سنجی دت ډېر مينه ناک انسان دی.سنجی دت، رنبير کپور او واني کپور

نوموړې همدا راز وايي، چې زه چې د چا فلمونه خوښوم، په هغوی کې يو هم رنبير کپور دی، زما د هغه کار ډېر خوښېږي او همدا راز هغه يو ډېر ښه انسان هم دی.

په (شمشېرا) فلم کې رنبير کپور غبرګ رول لوبوي، هغه په دغه فلم کې د پلار او زوي رول ترسره کوي. همدا راز واني کپور بيا په دغه فلم کې د يوې نڅاګرې رول لوبوي. دغه فلم چې په هندي، تمل او تيلګو ژبو کې جوړېږي د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۳۱مه نېټه به نندارې ته وړاندې شي.

واني کپور هندي فلمونو ته نوې راغلې ده، چې په هندي سينما کې يې تر دې مهاله پورې درې فلمونه (شود ديسي رومانس)، (بی فکری) او (وار) فلمونه نندارې ته وړاندې شوي دي، چې په ټولو فلمونو کې د هغې کار خلکو ډېر خوښ کړی دی، همدا راز (شمشېرا) يې هم بيا څلورم فلم دی.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …