کورپاڼه / ليکنې / څه ډول به ملګري ته وایو چې ترې خپه یو؟ لارې چارې یې دلته ولولئ!

څه ډول به ملګري ته وایو چې ترې خپه یو؟ لارې چارې یې دلته ولولئ!

که چېرته د ملګرو ترمنځ په کوم خبره خپګان رامنځته شوي شي، نو له یو بل سره د خبرو کول ستونزمنوي او که چېرته یو ځل په خبرو اترو کې خنډ پیدا شي، نو بېرته یې جبرانول یو ناشونی کار دی، دغه راز په دې وخت کې غم او غوسه هم ډېرېږي خو ملګرتیا یوازې یوه لاره لري او هغه دا چې باید یو له بل سره په آزاد ډول خبرو وکړئ او لاندې لارې چارې پلي کړو.

آرام اوسئ له احساساتو کار مه اخلئ:

د یو څه وخت لپاره له خپلو ملګرو فاصله واخلئ، د خپل ځان د آرامولو لپاره په اړیکو کې لږه غوندې وقفه ګټور وي، نو مخکې له دې چې له خپلې ملګري سره مخ شئ لومړی باید خپل ځان تیار کړئ ترڅو ترمخ یې داسې کومه احساساتي خبره ونه کړئ چې خپګان مو ډېر شي. لږ له ځان سره فکر وکړئ چې ولې مو ترمنځ خپګان راغلی او په دې ډول به وکولی شئ خپله ملامتي هم ومنئ.

میسج یا ایمیل مه کوئ:

په میسج یا ایمیل خبرې کول هیڅکله د مخامخ لېدنې بدیل نه شي کیدلی او نه هم په ډول د یو بل له احساساتو خبرېدلی شئ، نو اړینه ده چې مخامخ لېدنه وکړئ، ترڅو ټولې خبرې څرګندې شي.

مخلصانه خبرې په واضح ډول سره کوئ:

د لېدنې لپاره د یو مناسب ځای انتخاب اړین هم اړین وي، نو هڅه وکړئ چې یو داسې ځای انتخاب کړئ چې هم په آرامه خبرې وکړی شئ او هم له چاپیریال څخه خوند واخلئ.

د لېدنې پرمهال له خپل ملګري سره په آزاد ډول په رښتینولۍ سره خبرې وکړئ، له غوسې او نورو احساساتي خبرو ډډه وکړئ، ډېری وخت کله چې مقابل لوری ستاسو احساسات درک کړي نو کولئ چې د ستونزې حل هم راوباسئ، نو هڅه وکړئ چې هغه خبرې وکړئ چې تاسې یې په سبب خپه یئ او دا باور ورکړئ تاسې هغه ته څومره اړتیا لرئ او ترڅنګ یې ځان هم ملامت وګڼئ ځکه چې ډېرې کیسې دوه اړخونه لري نو هڅه وکړئ چې د ستونزې تر حله پورې خبرې وکړئ او ستونزه له منځه یوسئ.

دا هم ولولئ

د نړۍ هغه ٨ ځايونه چې د خلکو ورتګ منع دى

د نړۍ هغه ٨ ځايونه چې خلک د ورتګ اجازه نه لري

نن سبا په ټوله نړۍ کې د ټرانسپورټ يا تګ راتګ سيسټم دومره اسانه شوى …