کورپاڼه / خبرونه / نړيوالو لوبو کې ١٠ هغه ريکارډونه چې افغان لوبډله او لوبغاړي پکې تر نورو مخکښ دي
ځاځى، اصغر، راشد، نبي او شهزاد

نړيوالو لوبو کې ١٠ هغه ريکارډونه چې افغان لوبډله او لوبغاړي پکې تر نورو مخکښ دي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ډېر ريکارډونه په خپل نوم لري، افغانستان تراوسه پورې ٨٤ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ٥٨ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده.

په دې ليکنه کې د هغه ريکارډونو په اړه خبرې کوو، چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې افغانستان يا هم افغان لوبغاړي تر نورو مخکښ دي.

د لوبډلې ريکارډونه:

پرلپسې ډېرې برياوې:

افغانستان هغه لوبډله ده چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې دوه ځلې په پرلپسې ډول ډېرې برياوې خپلې کړې دي. لومړى افغانستان د ٢٠١٦ څخه تر ٢٠١٧ کال پورې ١١ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې پرلپسې برياوې خپلې کړې او دا ريکارډ يې جوړ کړ، وروسته يې د ٢٠١٨ کال څخه تر ٢٠١٩ کال پورې يو ځل بيا خپل پخوانى ريکارډ مات کړ او ١٢ لوبو کې يې پرلپسې برياوې خپلې کړې، چې تر نورو مخکښه لوبډله ده.

له افغانستان وروسته بيا هند ١٩، پاکستان ٩، انګلستان، ايرلېنډ، پاکستان، پاپوا نيوا ګينا او مالېزيا هغه هېوادونه دي چې ٨-٨ ځلې يې پرلپسې برياوې خپلې کړې دي.

يوه پاڼۍ کې زياتې منډې:

په ٢٠١٩ کال کې د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه افغان لوبډله په دې وتوانېده چې د ايرلېنډ پر وړاندې په لوبه کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٨ مندې وکړې، چې دا د يوې لوبډلې له خوا تر ټولو ډېرې منډې دي.

په يوه پاڼۍ کې زياتې شپږيزې:

د ايرلېنډ پر وړاندې په يوه لوبه کې افغانستان تر ټولو زياتې شپږيزې وهلي دي، دا ٢٢ شپږيزې دي، چې تر نورو ټولو لوبډلو څخه زياتې دي او دا لوبه په ٢٠١٩ کال کې د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه ترسره شوې وه.

د لوبغاړو ريکارډونه:

يوه لوبه کې زياتې شپږيزې:

په ٢٠١٩ کال کې د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه د افغانستان چټک پيليز توپوهونکي حضرت الله ځاځي د ايرلېنډ پر وړاندې په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه او په دغه لوبه کې يې ١٦ شپږيزې ووهلې، چې دا د يو توپوهونکي له خوا په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې شپږيزې دي.

له حضرت الله ځاځي وروسته ارون فنچ او جارج مونسي ١٤-١٤، ريچارډ ليوي ١٣ او ايون ليويس بيا ١٢ شپږيزې وهلي دي.

غوره سټرايک رېټ (توپ اچونه):

راشد خان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر ټولو مخکښ توپوهونکى دى چې په غوره سټرايک رېټ سره يې توپ اچونه ترسره کړې ده.

د نوموړي سټرايک رېټ ١٢.١ ى، هغه ١٨٧ اورونه ترسره کړي دي او ٨٩ لوبغاړي يې سوځولي دي.

ډېر لوبغاړي اوټ کول (ويکټ ساتنه):

د افغانستان چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد دا وياړ لري چې په يوه لوبه کې يې زيات لوبغاړي د ويکټ ساتونکي په توګه له مېدانه بهر کړي دي، نوموړي پنځه لوبغاړي سوځولي دي، که څه هم دهوني، عرفان کريم او کيپلين دوريګا هم ٥-٥ لوبغاړي په يوه لوبه کې په دې توګه له مېدانه بهر کړي دي، خو د محمد شهزاد نوم بيا تر ټولو په لومړي سر کې ده.

دا لوبه د افغانستان او عمان ترمنځ په ٢٠١٥ کال کې د نومبر په ٢٩مه نېټه ترسره شوې وه.

د کپتان په توګه زياتې برياوې خپلول:

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د نړۍ لومړنى کپتان دى، چې په خپله کپتانۍ کې يې زياتې برياوې خپلې کړې دي.

د اصغر افغان په کپتانۍ کې افغانستان ٤٢ لوبې ګټلې دي، چې د هند د پخواني کپتان مهيندر سينګ دهوني څخه مخکې دى، نوموړي بيا ٤١ لوبې ګټلې وې.

زياتې پرلپسې لوبې:

اصغر افغان او محمد شهزاد هغه لوبغاړي دي چې د خپلې لوبډلې لپاره يې په زياتو لوبو کې په پرلپسې ډول برخه اخيستې ده. اصغر افغان تر ټولو زيات ځلې، ٦١ لوبو کې پرلپسې لوبېدلى دى او له هغه وروسته بيا محمد شهزاد ٥٨ ځلې په پرلپسې ډول د افغانستان لپاره لوبېدلى دى.

د غوره لوبغاړي زياتې جايزې:

د افغانستان تجربه کاره الراونډر لوبغاړى محمد نبي بيا يوازينى لوبغاړى دى چې زيات ځل يې په نړيوالو لوبو کې د غوره لوبغاړي جايزې ترلاسه کړي دي.

نوموړى په ٨١ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٣ ځلې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې ده. له نبي وروسته ويراټ کوهلي بيا ١٢ ځلې غوره لوبغاړى شوى دى.

اوږده ملګرتيا:

د افغانستان لپاره عثمان غني او حضرت الله ځاځي بيا په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر ټولو اوږده ملګرتيا ترسره کړې ده، د ايرلېنډ پر وړاندې دواړو په لومړۍ ويکټ ٢٣٦ منډې ملګرتيا ترسره کړې وه او دا ريکارډ يې هم د افغانستان په نوم کړى.

دا هم ولولئ

د لمر له راختلو وروسته تر څه وخته پورې د روژې نیت کېږي؟

د روژې په مبارکه میاشت کې د هرې روژې لپاره بېل، بېل نیت کول اړین …