کورپاڼه / جالب / یوې درې اویا (۷۳) کلنې ښوونکې اعلان کړی چې یو کس یې د اړیکې لپاره پکار دی؛ شرطونه یې هم ایښي

یوې درې اویا (۷۳) کلنې ښوونکې اعلان کړی چې یو کس یې د اړیکې لپاره پکار دی؛ شرطونه یې هم ایښي

په هند کې یوې درې اویا کلنې تقاعد شوې ښوونکې اعلان کړی، چې یو داسې شخص یې پکار دی ترڅو پاتې ژوند ورسره تېر کړي.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه زړه ښځه د د کرناټک ایالت د میسور د ښار اوسیدونکې ده او اعلان یې کړی، چې یو داسې شخص ته اړتیا لري ترڅو واده ورسره وکړي او پاتې ژوند یوځای تېر کړي.

درې اویا کلنې میرمنې د کیدونکي خاوند لپاره دوه شرطونه هم ایښي او هغه دا چې باید له دې څخه مشر او صحت مند او د براهمن له ذات څخه وي.

ذکر شوې ښځې له ټایمز اف انډیا سره په خبرو کې ویلي چې دی کورنۍ نه لري، والدین یې هم نشته، طلاق شوې ده او د طلاق او لومړني واده تجربه داسې ترخه او ځوروونکې تجربه ګڼي چې بیا یې د واده نوم هم نه اخیست، خو اوس له یواځیتوب څخه وېره لري.

دی وایي که چېرته په داسې حالاتو کې چېرته ولېده نو د مرستې به یې څوک نه وي، نو ځکه خو غواړي چې واده وکړي او یو داسې ملګری یې پکار دی چې تل ورسره وي. بل لوري ته په ټولنیزو رسنیو کې دغه اعلان ډېر په تیزۍ سره لاس په لاس کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …