کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نيوزيلېنډ په دويمه لوبه کې د اسټراليا ښځينه لوبډله ماته کړه
نيوزيلېنډ ښځينه لوبغاړې

نيوزيلېنډ په دويمه لوبه کې د اسټراليا ښځينه لوبډله ماته کړه

د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د اسټراليا ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې د ١-١ سره مساوي کړه.

د اسټراليا او نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلو ترمنځ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه په ناپير کې ترسره شوه، چې په پيل کې نيوزيلېنډ پچه وګټله او لومړى يې اسټراليا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د اسټراليا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې بيت موني ٦١ ناسوځېدلې، ريچل هاينيس ٢٩ او ميګ لانينګ ٢٧ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له خوا فرانسيس ماکى ٢ او جيس کير ١ ويکټ واخيستې.

د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې د ١٣٠ منډو هدف په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دويمه لوبه کې يې د ٤ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

د دوى له خوا فرانسيس ماکى ٤٦ او اميليا کير ٣٦ منډې ترلاسه کړې.

د اسټراليا له ميګن شوت ٢، ډارسي براون، ايليس پيري، نيکولا کېري او جارجيا واريهم ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه فرانسيس ماکي ته ورکړل شوه.

د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې يوه لوبه اسټراليا ګټلې وه او يوه نيوزيلېنډ وګټله، د دواړو لوبډلو ترمنځ به دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه د اپريل په لومړۍ نېټه په اکلېنډ کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

د هند کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې کلنی قرارداد يې ورسره …