کورپاڼه / جالب / هغه مشاور چې بې وفا خاوندان له معشوقو څخه بېلوي

هغه مشاور چې بې وفا خاوندان له معشوقو څخه بېلوي

یو دیرش شیاو شینګ چې خپل ځان یو احساساتي مشاور ګڼي او په دې برخه کې د ځانګړو وړتیاوو لرونکی دی؛ د بې وفا خاوندانو او معشوقو ترمنځ یې اړیکه ختموي او په بدل کې ښې روپۍ لاسته راوړي.

ویل کېږي چې د چین اوسیدونکي شیاو شینګ دغه جالب کار له نن څخه شپږ کاله دمخه پیل کړ او په لږ وخت کې دومره پرمختګ وکړ چې نور کارکوونکي یې هم له ځان سره ونیول.

راپورونه وایي چې شیاو شینګ اوسمهال اته کارکوونکي لري چې په بېلابېلو برخو کې ورسره کار کوي.

د شیاو شینګ لپاره دغه کار تر اوسه پورې ډېر ګټور تمام شوي، ځکه چې تر اوسه پورې داسې کومه قضیه نه ده راغلې چې نوموړې ور پکې دوه نیم لکه یوآن نه وي اخیستي او ځینې داسې قضیې هم شته چې له دې یې هم ډېرې پیسې ورباندې اخیستي دي.

ویل کېږي چې شیاو شینګ ته ډېری هغه میرمنې راځي چې مالداره ړي او غواړي چې له بدنامۍ څخه وژغورل شي او په همدې ډول په پټه سره خپل خاوند په داسې ډول وفاداروي، چې خاوند یې په دې هم خبرېږي هم نه چې له معشوقې سره یې چا اړیکې ور خرابې کړي.

شینګ له خپلو کارکوونکو سره له داسې نوو ترکیبونو څخه ګټه اخلي، چې ډېر ژر د واده کړو کسانو له ژوند څخه پردې میرمنې وباسي او ډېری وخت دغه کار په ډرامایي یا تمثیلي شکل سره ترسره کوي.

خبره دې ځایه محدوده نه ده بلکې شینګ د یوې جوړې د مینې او وفادارۍ د معلومولو کار هم ترسره کوي او د یو شخص د لمسولو پوره پوره هڅه کوي ترڅو رښتینولي او چل ول یې معلوم کړي.

دا هم ولولئ

یو سلمان د سرطان په ناروغۍ اخته کس ته د ویښتانو کمولو پرمهال داسې کار وکړ، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې شور راپورته کړ

په هسپانیه کې یو شخص چې د سرطان په ناروغۍ اخته و، د ویښتانو د …