کورپاڼه / خبرونه / سعودي: په روژه کې د زمزم اوبو د کولرونو د لېرې کولو او د تراویح د کمولو پرېکړې شوې

سعودي: په روژه کې د زمزم اوبو د کولرونو د لېرې کولو او د تراویح د کمولو پرېکړې شوې

د کورونا د نړیوالې ناروغۍ یا د وبا له خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره په مسجد الحرام او مسجد النبوي کې د روژې په مبارکه میاشت کې د زمزم اوبو د کولرونو د لېرې کولو پرېکړه کړې.

ویل کېږي چې د روژې مبارک میاشت کې به د حرم شریف زیارت کوونکو ته د زمزم اوبه په بوتلونو کې وویشل شي. د سعودي عربستان اړوند اداره وایي چې په روژه میاشتي به هم د زمزم د اوبو رسونه د اړتیا په اندازه وي.

دغه اداره زیاتوي چې د روژې په میاشت کې یې په مسجد الحرام او مسجد النبوي کې په ورځنې ډول د دوه لکو څخه د ډېرو د زمزم اوبو د بوتلونو تیاری نېولی.

د یادونې وړ ده چې د حرمین شریفین مشر ډاکتر عبدالرحمان السدیس له دې وړاندې ویلي ول چې په مسجد الحرام او مسجد النبوي به په ګډه د روژې ماتي او اعتکاف په کولو به بندیز وي.

دغه راز د تراویح په اړه هم ویل شوي چې د کورونا د وبا له امله به د شلو رکعتونو پرځای لس رکعته کېږي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …