کورپاڼه / خبرونه / د کمال خان بند په وياړ په کندوز کې هم لوبه ترسره کېږي
ميروېس اشرف

د کمال خان بند په وياړ په کندوز کې هم لوبه ترسره کېږي

له کابل او کونړ څخه وروسته نن په کندوز ولايت کې هم د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ يوه شل اوريزه لوبه ترسره کېږي، چې ميروېس اشرف او عطا الله نوري به د دواړو لوبډلو لوبډلمشري وکړي.

همدا راز پرون افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړى و، چې په کندهار ولايت کې به هم د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ يوه لوبه ترسره شي، چې ګلبدين نايب او نجيب الله ځدراڼ يې لوبډلمشري کوي.

په کندوز ولايت کې دا شل اوريزه لوبه نن ماسپښين يوه بجه پيلېږي، چې تر ډېره پکې د کورني سياليو لوبغاړي برخه اخلي.

د کمال خان بند ساتونکي:

ميروېس اشرف (لوبډلمشر)، قادر هلال، نور الله بلوچ، خوشحال، روح الله عرب، مجيب ځدراڼ، عبدالله سالارزى، شبير وهاج، نعمت الله عرب، نعمان حسېن خېل، ياسين، مزمل، يوسف ځدراڼ، فياض او ثنا الله.

د کمال خان بند جوړونکي:

عطا الله نوري (لوبډلمشر)، خېر الله هزاربز، عبدالهادي سالارزى، عظيم ځدراڼ، نبي الله مومند، جاوېد احمدزى، نعمان جليلزى، محب سالارزى، حمزه، خالد، سعيد خان، عبدالولي، شاهد اشرف، ذبيح الله مومند او فرهاد.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …