د امریکا د متحده ایالاتو د ټیکنالوژۍ کارپوهانو د آیفون او آیپیډ کاروونکو ته د محرمو معلومات د خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د امریکا د ټیکنالوژۍ مشهور شرکت موندلې چې د د ایپل د کټ براوزر کې یې لوي امنیتي ګواښ رامنځته شوی.
د ټیکنالوژۍ کارپوهانو د ذکر شوې ټیکنالوژۍ کاروونکو ته لارښوونه کړې، چې ددې نیمګړتیا د ختمولو لپاره دې ژر تر ژر (iOS 14.4.2) ویرژن ډانلوډ کړي.
بل لوري ته د ایپل شرکت ویاند د امنیتي خوندیتوب نیمګړتیا مني او وایي چې: (( ددې ستونزې په سبب هیکران د ویب سایټونو له لارې د آیفون او ایپیډ په پروګرامونو کې بدلون راوستلی شي)).
د شرکت ویاند زیاتوي چې دغه امنیتي نیمګړتیا د آیفون او آیپیډ په زړو ویرژنو کې رامنځته شوې. ایپل منلې چې تر اوسه پورې د هیکرانو له لوري له دې کمزورۍ څخه ګټه نه ده اخیستل شوې او نه هم کوم کاروونکو ته زیان رسېدلی دی.