کورپاڼه / بېلا بېل / چين په پاکستان کې د الکولو شرکت جوړ کړ
الکول

چين په پاکستان کې د الکولو شرکت جوړ کړ

د چين د الکولو جوړولو يو شرکت په پاکستان کې د کار کولو جواز ترلاسه کړى دى او په پاکستان کې يې د الکولو جوړولو شرکت هم جوړ کړى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، دا لومړنى چينايي شرکت دى چې په پاکستان کې ورته د الکولو جوړولو اجازه ورکړل شوې ده او د حکومت په اجازه يې په کار پيل کړى دى.

دا شرکت په بلوچستان کې کار پيلوي، چې هلته د ٢٠٢٠ کال د اپريل په ٣٠مه نېټه يې ځان راجستر کړى دى او په خپل شرکت کې يې د الکولو جوړولو، د الکولو په بوتلونو کې د اچولو او د بوتلونو په ښه ډول بندولو برخې فعالې کړې دي.

د الکولو چينايي شرکت خبر

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د (هويي کوسټل بروري) په نوم دا شرکت په نړۍ کې د الکولو جوړولو کې ستر نوم لري او ځينې الکول يې په نړيواله کچه پېژندل شوي دي.

په راپور کې زياته شوې ده، چې په پاکستان کې به دا شرکت دوه ډوله الکول جوړوي او خلکو ته به يې وړاندې کوي، چې دا دواړه ډولونه د نړۍ له مشهورو الکولو څخه دي.

د يادولو وړ ده چې په پاکستان کې د الکولو جوړولو خپل شرکتونه هم کار کوي، خو دا لومړى ځل دى چې يو چينايي شرکت هم په دې برخه کې په پاکستان کې پانګونه کړې ده.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …