کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل ٢٠٢١: لوبې، لوبډلې، لوبغاړي، ځايونه او نور ډېر معلومات
راشد خان (2)

اى پي ايل ٢٠٢١: لوبې، لوبډلې، لوبغاړي، ځايونه او نور ډېر معلومات

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٤م پړاو (٢٠٢١) ته يوازې څو ورځې پاتې دي او د نړۍ دې ستر تجارتي ليګ ته د کرکټ مينه وال ډېر په تمه دي.

تېر کال چې دا سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې، سږکال به په هند کې ترسره شي، خو يو شمېر احتياطي تدابير به هم پکې خپل شي او ښايي لوبغالو ته تماشچيان هم پرې نه ښودل شي او که چېرته پرېښودل شي، هم په ډېره کمه کچه به وي.

د اى پي ايل سيالۍ د اپريل په ٩مه نېټه پيلېږي، چې په لومړۍ لوبه کې به د دفاعي اتله ممبۍ انډينز د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې سره مخامخ شي او پايلوبه به د مۍ په ٣٠مه نېټه ترسره شي.

په دې سياليو کې چې ٨ لوبډلې پکې برخه لري، ټولې به پکې ٦٠ لوبې په شپږ ښارونو يا په شپږ بېلا بېلو لوبغالو کې ترسره شي.

دا سيالۍ به د بېنګلور په چيناسوامي لوبغالي، د ډيلي په ارون جېټلي لوبغالي، د احمد اباد په نريندرا مودي لوبغالي، د ممبۍ په وانکيډى لوبغالي، د چيناى په چدمبرم لوبغالي او د کلکتې په ايډن ګارډينز لوبغالي کې ترسره شي.

په ٨ لوبډلو کې به څلور غوره لوبډلې بل پړاو ته لار پېدا کوي، چې پلى اف پړاو کې به سره مخ کېږي او له هغه ځايه به بيا دوه لوبډلې پايلوبې ته لاړې شي.

د لوبډلو نوملړونه:

ډيلي کاپيټلز: شرياس اير، ريشب پانټ، اجينکى ريهانى، شيکر دهون، اويش خان، ايشانت شرما، انريک نورجه، کاګيسو رباډا، پراوين ډوبى، لاليت يادو، اميت مشرا، اکشر پټيل، روي چندرن اشوين، کريس ووکس، مارکس سټوينيس، شيمرون هيټماير، سټيو سميت، اميش يادو، راجپال پټيل، ويشنو وينود، لکمن ميريوالا، ايم سدهارت، ټام کران او سام بيلينګس.

ممبۍ انډينز: روهيت شرما، اديتيا تارى، انوکول راى، انمول پريت سينګ، کريس لين، دهاوال کلکرني، هارديک پانډيا، ايشان کشن، جسپريت بومرا، جيانت يادو، کيرون پولارډ، کرونال پانډيا، محسن خان، کوانټين ډي کک، راهول چاهار، سوراب تيواري، سوريا کمار يادو، ټرينټ بولټ، اډم ميلن، ناتن کولټر نيل، پيوش چاوله، جيمي نيشام، يودوير چارک، مارکو جانسين او ارجن ټنډولکر.

چيناى سوپر کنګز: مهيندر سينګ دهوني، فاف ډوپليسي، روټوراج ګايکواړ، سريش راينا، امباتي رايډو، اين جګاديسان، روبين اوتاپا، رويندرا جډيجا، سام کران، ډواين براوو، کرن شرما، ساى کشور، مچل سانتنر، عمران طاهر، ديپک چاهار، شردل ټاکر، لونګي نګيدي، جوش هازلووډ، کى ايم اصف، معين علي، کرشناپا ګوتم، چيتيشور پجارا، هري شنکر ريډي، بګت ورما او هري نشانت.

پنجاب کنګز: لوکيل راهول، ايشان پوريل، سرفراز خان، موروګن اشوين، نيکولاس پوران، کريس ګيل، محمد شامي، ديپک هوډا، منديپ سينګ، ماينک اګروال، کريس جورډن، روي بشنويي، هرپريت برار، پرابي سمرن سينګ، درشن نالکانډى، ارشديپ سينګ، ډيويډ ملن، جهي ريچارډسن، شاه رخ خان، ريلي ميريډټ، موسيس هينريکس، جلاج سکسينا، اوتکارش سينګ، فابين الين او سورب کمار.

کلکته نايټ رايډرز: ايون مورګن، نيتيش رانا، پراسيد کرشنا، سنديپ وارير، شيوام ماوي، کمليش ناګارکوټي، لوکي فيرګوسن، پاټ کومنس، کلديپ يادو، ورون چکراورتي، سنيل ناراين، انډري رسل، دنيش کارتيک، رينکو سينګ، راهول تريپاټي، ټيم سيفرټ، شوبمن ګيل، شکيب الحسن، شيلډون جېکسن، وايبهاو اروړا، کرون ناير، هربجن سينګ، بين کټينګ، وينکټيش اير او پاون نيګي.

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر، عبدالصمد، ابيشيک شرما، باسيل تامپي، بوينشور کمار، جېسن هولډر، جوني بيريسټو، کين ويليمسن، منيش پانډى، مچل مارش، محمد نبي، پريام ګرګ، راشد خان، سنديپ شرما، شهباز نديم، شريواتس ګوسوامي، سدهارت کول، خليل احمد، ټي ناټاراجن، ويجى شنکر، ويراټ سينګ، وريديمان ساها، جګاديشا سوچيت، کيدار جادو او مجيب الرحمان.

راجستان رايلز: سنجو سمسون، انډريو ټاى، انوج راوت، بين سټوکس، ډيويډ ميلر، جېدو انداکت، جوفرا ارچر، جاس بټلر، کارتيک تياګي، ماهيپل لومرور، منان ووهرا، ماينک مارکانډى، راهول ټيواټيا، ريان پرګ، شرياس ګوپال، يشسوي جېسوال، شيوام ډوبى، کريس موريس، مستفيظ الرحمان، چيتن سکاريا، کى سي کاريپا، ليام ليونګسټون، کلديپ يادو او اکاش سينګ.

رايل چېلنجرز بېنګلور: ويراټ کوهلي، اې بي ډيويليرز، اډم زمپا، ديودت پاډيکال، جوش پيليپ، کين ريچارډسن، محمد سراج، نوديپ سېني، پاون ديشپانډى، شهباز احمد، واشينګټن سندر، يوژيندرا چاهل، ډينيل سامس، هرشل پټيل، ګلين ميکسويل، سچن بېبي، رجت پاټيدار، محمد اظهر الدين، کيلي جېميسون، ډينيل کريسچين، سيوش پرابو ديساى او کى اس بهارت.

د اى پي ايل ٢٠٢١ سيالۍ چېرته په کوم ټلويزيون کتلى شئ؟

په هند کې سټار سپورټس، بنګله دېش کې چېنل ٩، افغانستان کې لمر ټلويزيون، اسټراليا کې فاکس سپورټس، سويلي افريقا کې سوپر سپورټس، نيوزيلېنډ کې سکاى سپورټس، هانګ کانګ کې نوو ټلويزيون، سنګاپور کې سټار حب، کاريبين کې فلو ټلويزيون، سريلانکا کې سټار کرکټ، پي اين جي کې اي ايم ټلويزيون، انګلستان کې سکاى سپورټس کرکټ، مالېزيا کې ميسېټ، متحده عربي اماراتو کې بي ان سپورټ او امريکا کې ويلو ټلويزيون دا سيالۍ په ژوندۍ بڼه نشروي.

Loading...

دا هم ولولئ

مهيندر سينګ دهوني

دهوني په لومړۍ لوبه کې ١٢ لکه روپۍ جريمه شو

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر مهيندر سينګ دهوني په خپله لومړۍ لوبه کې د …