کورپاڼه / خپلواک / سنجی لېلا بنسالي د اجي ديوګن سره فلم جوړوي
اجی ديوګن او عاليه بټ

سنجی لېلا بنسالي د اجي ديوګن سره فلم جوړوي

خپلواک وېبپاڼه (۲۹ اکتوبر ۲۰۱۹): د هندي فلمونو نامتو فلم جوړونکی سنجی لېلا بنسالي د نامتو فلمي ستوري اجي ديوګن سره د (بيجو باورا) په نوم نوی فلم جوړوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، که څه هم سنجی لېلا بنسالي اوس مهال د خپل راروان فلم (ګنګو بای کاټياواړي) په تړاو د رسنيو سرټکی دی، خو د دې تر څنګ يې له اجي ديوګن سره د نوي فلم جوړولو پلان هم جوړ کړی دی.

هندي رسنۍ ليکي، چې د سنجی ليلا بنسالي فلم (ګنګو بای کاټياواړي) د حسېن زېدي په ناول (مافیه کوينس آف ممبۍ) په يوه برخه باندې جوړېږي. په دغه فلم کې نامتو هندۍ فلمي ستورې عاليه بټ رول لوبوي.

يوې پاکستانۍ جايزې سردار علي ټکر له افغانيت منکر کړ

شاه رخ خان: د يوې غريبې کورنۍ يتيم ماشوم وم

نازيه اقبال: څوک حق نه لري چې زما په ژوند کې خبرې وکړي

همدا راز د دې تر څنګ سنجی لېلا بنسالي د خپل راروان بل فلم اعلان هم کړی دی. د دغه فلم نوم (بيجو باورا) دی او د ۲۰۲۱ کال د ديوالي په ورځ به نندارې ته وړاندې کېږي.

هندي رسنۍ ليکي، چې اوس د دغه فلم ډېر معلومات مخې ته نه دي راغلي، خو ويل کېږي چې د سنجی لېلا بنسالي او اجي ديوګن ترمنځ د دغه فلم په سر خبرې روانې دي، چې ښايي اجی ديوګن پکې کار وکړي. د يادولو ده چې تر دې مخکې سنجی لېلا بنسالي او اجی دېوګن په (هم دل دی چکی صنم) فلم کې یو ځای کار کړی و.عاليه بټ او سنجی لېلا بنسالي

عاليه بټ چې د سنجی لېلا بنسالي په (ګنګو بای کاټياواړي) فلم کې هم مرکزي رول لوبوي، ويل کېږي چې په (بيجو باورا) فلم کې به هم وي او د اجي ديوګن سره به پکې يو ځای ولوبېږي.

عاليه بټ چې يوه له نامتو فلمي ستوريو څخه ده، وروستی فلم يې د (ګلي بوای) په نوم و، چې له رنوير سنګ سره يې پکې ګډ کار کړی و او خلکو ډېر خوښ کړ. دغه فلم د يوه رېپر په ژوند جوړ شوی و، چې له کوڅو راوځي او بيا د هند تر ټولو لوی رېپر سندرغاړی جوړېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …