کورپاڼه / جالب / یو (۵۴) کلن شخص په اوبو کې تر (۲۴) دقیقو پورې د ساه په بندولو ریکارډ جوړ کړ

یو (۵۴) کلن شخص په اوبو کې تر (۲۴) دقیقو پورې د ساه په بندولو ریکارډ جوړ کړ

د کروشیا یو اوسیدونکي په اوبو کې د ساه په بندولو نوي ریکارډ جوړ کړو، دغه شخص چې څلور پنځوس کاله عمر لري تر څلرویشت دقیقو او دري دیرش ثانیو پورې یې ساه بنده کړې وه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه شخص بودیمیر سوبات نومېږي او خپل پخوانی ریکارډ یعنې څلرویشت دقیقې او یوولس ثانیې یې ساه بنده کړې وه مات کړ.

ویل کېږي کله چې یودیمیر سوبات حوض ته د غوټې خوړلو په موخه ځان تیار کړ او غوښتل یې چې غوټه ووهي، نو دمخه یې ترڅو دقیقو پورې د اکسیجن له ډبې څخه اوږدې ـ اوږدې ساه ګانې واخیستې.

د انګلستان د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې ددې ریکارډ ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپوره شوې او له مخې یې لېدل کېږي چې یودیمیر تر څلرویشت دقیقو پورې په اوبو کې وي.

یاده دې وي چې څو ورځې دمخه د روس په سایبیریا کې یو شخص په کنګل شوي اوبو کې د ژورې غوټې په وهلو هم ریکارډ جوړ کړی و.

دا هم ولولئ

څېړنه: د څوارلسمې سپوږمۍ د نارینه وو پر ژوند څه اغېزې پرېباسي؟

ډېری نارینه د څوارلسمې سپوږمۍ ډېره زیاته خوښوي، خو همدغه سپوږمۍ یې په ژوند کې …