کورپاڼه / هنر او کلتور / له اداکارۍ وروسته د ریکا پر سندرو ویلو هم بحثونه کېږي

له اداکارۍ وروسته د ریکا پر سندرو ویلو هم بحثونه کېږي

د بالیووډ د وتلې اداکارې یا هنرمندې ریکا د سندرې ویلو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه. تېره ورځ د هندوستان سربېره په ټوله نړۍ کې د هندوانو مذهبي چشن (هولي) په ډېر شور او مستۍ سره ولمانځل شوه.

د هولي په مناسبت که څه هم د بالیووډ اداکارانو ددې جشن د لمانځلو تصویرونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې کړې، خو ترڅنګ یې د ټویټر یو کاروونکي د وتلې اداکارې ریکا یوه په زړه پورې ویډیو خپره کړې.

په ویډیو کې لېدل کېږي چې ریکا د هندوستان په مشهور شو (دی کپل شرما شو) برخه اخیستې او ترې معلومه شوې چې ریکا نه یوازې دا چې اداکاره بلکې یوه ښه سندرغاړې هم ده.

په ویډیو کې لېدل کېږي چې ریکا د هولي په مناسبت تیاره شوې مشهوره سندره (رنګ برسی) په ډېر ښه ډول سره وایي، چې له سندرې ویلو نه یوازې دا چې کپل شرما او نجوت سنګ سدو د نوموړې ستاینه کوي بلکې په شو کې ټول ګډون کوونکي یې ستایي.

یاده دې وي چې ریکا د خپلو وړتیاوو له مخې د بالیووډ له ۱۸۰ څخه په ډېرو فلمونو کې غوره رول لوبولی او له امیتاب بچن سره هم ډېر فلمونه ثبت کړي او دغه جوړه د خلکو له لوري ډېره خوښه شوې هم وه.

 

 

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …