کورپاڼه / خبرونه / د اصغر افغان د کپتانۍ ستر ريکارډ ولمانځل شو
اصغر افغان

د اصغر افغان د کپتانۍ ستر ريکارډ ولمانځل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د کپتان په توګه د ٤٢ لوبو د ګټلو ريکارډ لمانځل شوى دى.

په ټولنيزو رسنيو کې د دغه غونډې عکسونه خپاره شوي دي، چې ويل کېږي د کابل په شهرنو کې اصغر افغان، د کرکټ بورډ ځينې کسان او د هغه ځينې ملګري راغونډ شوي و، چې د کېک په پرې کولو سره يې دا ريکارډ لمانځلى دى.

په عکسونو کې ليدل کېږي، چې له اصغر افغان پرته پخوانى کرکټر او د کرکټ بورډ ډايريکټر رييس احمدزى، پخوانى کرکټر او پخوانى روزونکى هستي ګل عابد، د ملي لوبډلې پخوانى منېجر شېر اغا همکار، د ملي لوبډلې اوسنى منېجر نظيم جار عبدالرحيمزى او نور ښکاري.

د يادولو وړ ده چې د زمبابوې لوبډلې ته په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ماتې ورکولو سره اصغر افغان د کپتان په توګه په دې بريالى شو چې په ٤٢ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بريا خپله کړي.

تر هغه مخکې د هند پخوانى کپتان مهيندر سينګ دهوني دا وياړ لرلو، چې په خپله کپتانۍ کې يې ٤١ لوبو کې بريا خپله کړې وه، چې اصغر افغان دغه ريکارډ مات کړ او ٤٢ لوبو کې يې بريا خپله کړه.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …