کورپاڼه / روغتيا / د معدې سرطان، سببونه یې او نښې، نښانې

د معدې سرطان، سببونه یې او نښې، نښانې

که څه هم د معدې د سرطان اصلي لامل تر اوسه پورې نه دی څرګند شوی، خو ځینې فکټورونه ورسره تړلي ګڼل کېږي په ځانګړې توګه د خوړو او د ژوند طرز طریقه، د مثال په توګه د سګریټو څکول یا ډېر مالګین خواړه استعمالول، پروسیس شوې غوښه او د سبزیجاتو په کم استعمال سره د معدې د سرطان خطر ډېرېږي.

دغه راز د هیلیکوبیکټر پایلوري په نوم یو ډول بکټریا هم ده، چې د معدې داخلي برخه اغېزمنوي او د سرطان په وده کې مرستندویه ګڼل کېږي.

نښې، نښانې: د معدې داخلي پوښ یا دیوال زخمي کېدل د سرطان له نښو څخه ګڼل کېږي او په میراثي ډول هم د معدې د سرطان ډېر امکان وي، خو ځینې وختونه به له دې پرته نور سببونه هم لرلی شي.

ویل کېږي کله چې د معدي سرطان په لومړیو مرحلو کې نو نښې، نښانې نه څرګندېږي، خو د مړښت احساس، د خېټې درد او ستړیا یې عام دي او ځینې نورې نښې، نښانې هم شته چې دغه سرطان په اغېزمن ډول په نښه کوي، نو که چېرته لاندې نښې، نښانې تر دوو اوونیو پورې ولرئ نو اړوند ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

  • د نامعلومو لاملونو په سبب د وزن کمښت

  • د معدې سخت درد

  • زړه بدوالی او کانګې

  • په لوږه کې کمښت

  • وینه کانګې کول

  • خړ رنګه غایطه مواد

  • په ستونزه د یو شي تېرول

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …