کورپاڼه / جالب / د بېزوګانو له لوري په هغه ټاپو کې موندنې ترسره شوي چې انسانان ور پکې ژوند نه کوي.

د بېزوګانو له لوري په هغه ټاپو کې موندنې ترسره شوي چې انسانان ور پکې ژوند نه کوي.

روانه میاشت د خپل ډول له مخې ترټولو عجیبه او په زړه پورې موندنه شوې، چې د انسان هڅه یاهم کومه پېښه ور پکې داخله نه ده بلکې د بېزوګانو له لورې ترسره شوې.

ویل کېږي چې د بېزوګانو یوې ډلې پر ځمکه د سموڅو د جوړولو پرمهال (۹۰۰۰) کاله پخوانۍ د ډبرو او برونزو د دورې ذخیرې را ایستلي، چې دغه ذخیره د سکوکولم د ټاپو خاوره کې خښه شوې وه.

د سکوکولم ټاپو مینلینډ ویلز په لویدیځ بیرا سیلټک کې دی، چې له پیمبرو شایر ساحل څخه دوه کیلو میتره لېرې موقیعت لري.

ویل کېږي چې اوسمهال په دې ټاپو کې دوه نفر اوسیږي؛ دواړه د سمندري حیواناتو پوهان یعنې رچارډ براون او جیزل ایګل دوی دواړو دغه حیرانوونکې موندنې ترلاسه کړي.

ویل کېږي چې د موندنې پرمهال یې یوه آله ترلاسه کړې، چې اړوند ادارې ته یې د پېژندلو لپاره هم لېږلې، چې هغوی هم د لرغوني زمانې یوه آله ګڼلې.

دغه آله تقریباً له ۶۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ کالو پورې لرغوني ګڼل کېږي، لرغون پوهانو په دې نظر دې چې په دې آلې سره په لرغوني زمانه د کښتیو د تیارولو ترڅنګ ډوډۍ هم تیارېدې.

دا هم ولولئ

څېړنه: د څوارلسمې سپوږمۍ د نارینه وو پر ژوند څه اغېزې پرېباسي؟

ډېری نارینه د څوارلسمې سپوږمۍ ډېره زیاته خوښوي، خو همدغه سپوږمۍ یې په ژوند کې …