کورپاڼه / هنر او کلتور / مسلمانه هندي اداکاره: هند کې له مسلمانانو سره توپیري چلند کېږي

مسلمانه هندي اداکاره: هند کې له مسلمانانو سره توپیري چلند کېږي

د هندي تلویزون مشهورې اداکارې یا هنرمندې نوشین علي سردار په هند کې د مسلمانانو پر وړاندې د توپیري چلند په اړه په ښکاره ډول خبرې وکړې.

نوشین علي سردار چې په هندي ډرامایي سیریال (کلثوم) کې ډېر ښه رول هم لوبولی، په دې وروستیو کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، یوې ښځې د اړیکو جوړولو یا د ریبارۍ کار کوي، په دې خبره یې د اړیکه له ټینګولو ورته انکار کړی چې نوموړې مسلمانه ده.

نوشین وایي چې د کرنتین پرمهال یې کورنۍ ټینګار وکړ چې د اړیکې یا د خپلوۍ د جوړولو یا ریبارۍ لپاره پر کوم ویب سایټ معلومات خپاره کړم، خو نوموړې له چاسره لېده، کاته نه شو کولی، نو کورنۍ ورته د مشهورې ریبارې صایمه تپاریا چې په صایمه خاله مشهوره ده، مشوره ورکړه، خو دی هغه وخت له حیرانۍ سره مخ شوه چې صایمه تپاریا انکار وکړو.

نوشین زیاتوي چې دا ۲۰۲۱ کال دی، چې مسلمانه ده نو څه وشول، مساوي ټولنیز حقوق خو لري. نوشین په مرکه کې وایي چې دا لومړی ځل نه دی د مذهب له پلوه له توپیري چلند سره مخ کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د کور په اخیستلو کې له ورته ستونزو سره مخ شوې وه، ځکه چې هلته خلک مسلمانانو ته د کور د ورکولو حق نه ورکوي.

نوشین مخکې وایي چې د هر مذهب درناوی پکار دی، که چېرته یوه ټولنه دومره سخت فکرونه لري، نو ژوند کول ور پکې ستونزمن تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …