کورپاڼه / جالب / د یو شخص له سېنې څلور اینچه چاقو ایستل شوی؛ خپله هم پرې ناخبره و

د یو شخص له سېنې څلور اینچه چاقو ایستل شوی؛ خپله هم پرې ناخبره و

د فلیپین د یو پنځه ویشت کلن اوسیدونکي په سېنه کې څلور اینچه اوږده چاړه یا چاقو موندل شوې، چې په همدې سبب یې په سېنه کې درد هم راغلی و.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په نړۍ کې ځینې داسې خلک هم شته چې له ډېرو ستونزمنو تجربو څخه تېرېږي خو بیاهم روغ پاتې کېږي، چې همدغسې یو شخص په فلیپین کې هم شتون لري چې له یوې خطرناکې تجربې څخه ژوندی وتی دی.

راپورونه زیاتوي کله چې د پنځه ویشت کلن فلیپیني کینټ ریان په سېنه کې درد راغی او ډاکتر ته مراجعه وکړه، نو وروسته له معایناتو معلومه شوه چې د نوموړي په سېنه کې څلور اینچه چاړه یا چاقو شتون لري.

کیڼټ ریان وایي، کله چې ډاکتر ورته وویل چې په سېنه کې یې څلور اینچه چاقو شتون لري چې سږو ته یې ډېره نږدې ده، نو ډېر زیات خپه شو.

نوموړی زیاتوي چې ده دا فکر کاوه چې د سېنې درد یې د سړو په سبب دی خو کله چې ډاکتر ورته وویل نو باور یې رانغی.

د ډاکترانو د پوښتنو په ځواب کې کینټ ریان وایي چې یوه ورځ موټر سایکل سپرو پرې د چاقوګانو ګوزارونه وکړل، چې بیا روغتون یوړل شو او د عملیاتو وروسته ورته ډاکترانو وویل چې په ډېر مشکل سره ژغورل شوی دی.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …