کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نيوزيلېنډ په دويمه لوبه کې هم بنګله دېشيان مات کړل
بنګله دېش او نيوزيلېنډ

نيوزيلېنډ په دويمه لوبه کې هم بنګله دېشيان مات کړل

په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم نيوزيلېنډ د بنګله دېش لوبډله ماته کړه او په دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه، چې لا يې يوه لوبه پاتې ده.

د نيوزيلېنډ او بنګله دېش ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو دويمه لوبه نن ترسره شوه، په پيل کې بنګله دېش پچه وګټله او لومړى يې نيوزيلېنډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

لوبه د باران له امله ځنډېدلې وه، چې بيا د دواړو لوبډلو لپاره اورونه راکم کړاى شو.

نيوزيلېنډ په ټاکلو ١٧.٥ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلين پيليپس ٥٨ ناسوځېدلې او ډاريل مچل ٣٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بنګله دېش له خوا مهدي حسن ٢، شوريفل اسلام، تسکين احمد او محمد سېف الدين ١-١ ويکټ واخيستې.

بنګله دېش ته بيا په ١٦ اورونو کې د ١٧١ منډو هدف وټاکل شو.

خو بنګله دېش په ټاکلو ١٦ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې، چې د ډي ايل قانون له مخې يې د ٢٨ منډو په توپير په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى لپاره سوميه سرکار ٥١، محمد نايم ٣٨ او محمودالله ٢١ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له خوا ټيم ساوټي، هميش بينيټ او اډم ميلن ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلين پيليپس ته ورکړل شوه.

د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې دوه لوبې نيوزيلېنډ وګټلې او په دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه، همدا راز دريمه يا وروستۍ لوبه به د اپريل په لومړۍ نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …