کورپاڼه / جالب / یو کارمند ته له دندې پرېښودو وروسته معاش او نورې پیسې د سکو په بڼه لاس ګاډي کې ور وړل شوي

یو کارمند ته له دندې پرېښودو وروسته معاش او نورې پیسې د سکو په بڼه لاس ګاډي کې ور وړل شوي

په امریکا کې یو کارمند ته د کار له پرېښودو وروسته پیسې د سکو په ډول په یوه ګاډۍ یا لاس ګاډي کې ور کړل شوي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د امریکا د جارجیا ایالت اوسیدونکي اینډریاس فلیټن چې کله له دندې استعفا ورکړه، نو دا فکر یې هم نه کاوه چې معاش یا پیسې به ورته د سر درد سبب وګرځي.

ویل کېږي کله چې فلیټن دنده پرېښوده نو په موبایل ورته خبر ورکړل شو، چې پیسې به کور ته ور ولېږل شي، نو فلیټن هم ډېر خوشحاله شو ځکه چې وروستی معاش او نورې پیسې په یو ځل ورکول کېدې، چې په همدې هیله یې ځان کور ته ورساوه چې د پیسو چیک به ورکړل شي، خو کله چې ورسېد، نو د کور ترمخ یې پوسټ چي (ډاک رسوونکی) له سکو څخه ډک لاس ګاډی درولی او ورته په تمه دی.

دا حالت د فلیټن لپاره نه یوازې دا چې حیرانوونکې و بلکې نوموړی یې اندیښمن هم کړو، ځکه چې ۹۱۵ ډالر یې ورته د سکو په ډول ورکړي ول او هغه هم ټول په غوړیو او تېلو ککړ ول.

فلیټن بله چاره نه لرله او ټولې سکې یې له ځان سره کړې، خو اوسمهال کله چې نوموړی له سکو څخه ګټه اخلي، لومړی یې وینځي ترڅو غوړ ترې پاک شي، چې په همدې ډېر وخت هم ترې اخلي.

ددغه شرکت مشر وایي چې دغه کار یې ددې لپاره کړی ترڅو خپل پخوانی ملګری وخندوي یا ټوکې ورسره وکړي، خو فلیټن بیا وایي چې دا یې د ماشومانو کار ترسره کړی او دی غواړي قضیه پرې ثبت کړي.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …