کورپاڼه / جالب / نایک پر هغه شرکت قضیه ثبت کړې، چې د انسان وینه یې د شیطاني بوټانو په جوړولو کې استعمال کړې

نایک پر هغه شرکت قضیه ثبت کړې، چې د انسان وینه یې د شیطاني بوټانو په جوړولو کې استعمال کړې

د سپورټي یا ورزشي بوټونو جوړونکي مشهور شرکت نایک پر هغه شرکت قضیه ثبت کړې چې د انسان له وینو (شیطاني بوټونه) جوړوي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د نیویارک یو شرکت د بوټانو په اړه دعوه کړې، چې د انسان د وینو څاڅکې یې په بوټانو ګډ کړي دي.

د نایک شرکت وایي چې دوی ځکه د نیویارک په دغه شرکت قضیه ثبت کړې، چې د دوی نښه یې په بوټونو استعمال کړې. ویل کېږي کوم بوټونه چې شیطاني بوټونه ګڼل شوي د نایک د اییر میکس ۹۷ په ډول دي، خو شرکت ادعا کړې چې په تلي کې یې د انسان وینه شتون لري.

په ټولنیزو رسنیو کې ددغه بوټونو قیمت یو زرو اتلس ډالر ښودل شوي، بل لوري ته نایک شرکت قضیه ثبت کړې او ویلي یې چې دوی له شیطاني بوټونو سره هیڅ تړاو نه لري، ځکه چې له دوی څخه یې اجازه نه ده اخیستې.

نایک شرکت زیاتوي چې د دوی جنجال په دې دی چې د دوی نښه یې پرته له اجازې کارولې چې په خلکو کې یې د نایک نیک شهرت زیانمن کړی.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …