کورپاڼه / هنر او کلتور / اکشي کمار د نوې بڼې د غوره کولو لامل څرګند کړ

اکشي کمار د نوې بڼې د غوره کولو لامل څرګند کړ

د هندي فلمونو اداکار یا هنرمند نوې بڼه خپله کړې او په دې اړه یې په ټولنیزه رسنۍ تصویر هم خپور کړی دی.

د تصویرونو او ویډیوګانې په خپرونکې ټولنیزې رسنۍ انستاګرم د اکشي کمار د تصویر له مخې څرګندېږي چې نوموړي اوږده ویښتان پرېښي دي او ترڅنګ یې د نظر لپاره عینکې یا چشمکې هم اچولې دي.

اکشي کمار د تصویر د خپرولو ترڅنګ د خپلې نوې بڼې سبب هم څرګند کړی او په سر لیک کې یې لیکلي دي چې: ((زما لپاره له ځانګړو فلمونو څخه د یو فلم د جوړېدلو سفر پیل شو)).

نوموړي په پوسټ د هیشټګ په بڼه د (رام سیتو) نوم هم لیکلي او مطلب یې ترې دغه دی چې ددې فلم ثبت هم پیل شو.

اکشي کمار پخپل پیغام کې ویلي دي، چې نوموړي په رام سیتو فلم کې د یو لرغون پېژندونکو رول لوبوي. د اکشي کمار مینوالو له نوموړي څخه د نوې بڼې د غوره کولو په اړه پوښتنه وکړه، نو اکشي کمار ورته په ځواب کې وویل چې دا خبره ورته مانا لري.

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Akshay Kumar (@akshaykumar)

 

دا هم ولولئ

کرينه کپور او عامر خان

عامر خان د کرينه کپور سره يو ځاى کار کولو تجربې په اړه وغږېد

د هندي سينما مشهور اداکار عامر خان د مشهورې اداکارې کرينه کپور سره په يو …