کورپاڼه / خبرونه / د اصغر افغان د لیرې کولو پرېکړه شوې ده، نوی کپتان به څوک وي؟

د اصغر افغان د لیرې کولو پرېکړه شوې ده، نوی کپتان به څوک وي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د کپتانۍ نه د لیرې کولو پرېکړه شوې ده او د هغه پر ځای به سو بل لوبغاړی کپتان وټاکل شي.

د کرکټ بورډ پخواني عمومي رییس عزیزالله فضلي په دې اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې خلکو ته معلومات ورکړي دي.

نوموړی وايي چې اصغر افغان به ډېر ژر بدل شي او د هغه پر ځای به په حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګربز کې یو کس لوبډلمشر وټاکل شي.

نوموړی ليکي: ((د افغانستان کرکټ بورډ ادارې يو لوړ پوري چارواکي چې د خپل هويت نه ښودلو په صورت کې يوې خبري سرچينې ته ويلي دي چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزئ به ډير ژر بدل شي .
او د ښاغلي اصغر ستانکزي په ځای به د ملي لوبډلې درې نور تکړه لوبغاړي هر يو حشمت الله شاهدي ، نجيب الله ځدران او رحمن الله گربز له منځ څخه به يو تن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شي.))

د یادولو وړ ده، کله چې عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ عمومي رییس و، نو اصغر افغان يې د لوبډلمشرۍ څخه لیرې کړی و او پر ځای يې ګلبدین نایب د نړیوال جام نه مخکې لوبډلمشر ټاکلی و.

خو کله چې فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ عمومي رییس شو، نو هغه یو ځل بیا د درې واړه بڼو لپاره اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه وټاکه.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …