کورپاڼه / اسلام / په حدیثونو کې د اوداسه ګټې او فضلیت

په حدیثونو کې د اوداسه ګټې او فضلیت

له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

کله چې یو مسلمان اودس کوي او مخ وینځي نو لکه څنګه چې یې له مخ څخه اوبه توییږي یا د اوبو اخري څاڅکی توییږي نو هغه ګناه یې له منځه ځي چې په سترګو یې کړي وي، کله چې لاس وینځي او له لاسونو څخه اوبه توییږي یا د اوبو اخري څاڅکي توییږي نو لاسونو ګناه یې له منځه ځې او کله چې پښې او له پښو څخه اوبه توییږي یا اخري څاڅکی توییږي نو ټول هغه ګناهونه یې ختمېږي چې په پښو یې کړي وي، تر دې چې له ګناهونو پاک وګرځي.

بله ځای هم حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

د قیامت په ورځ به په داسې حال کې پورته شئ چې ستاسو مخ، لاس او پښه د اودس کولو په سبب سپین او ځلیدونکي وي، نو هغه کسان چې په تاسو کې ډېر طاقت لري، د خپلو لاسونو، پښو او مخ سپینوالی او ځلا دې ډېره کړي.

یو بل ځای هم حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي:

زما حوض به له (عدن) څخه تر (ایله) له فاصلې څخه غټ وي، اوبه به یې واورې سپینې، له شاتو او شېدو څخه ډېرې خوږې او د لوښو شمېر به یې له ستورو ډېر وي، زه به نور خلک له دې حوض څخه داسې منع کوم لکه یو څوک چې له خپل حوض څخه اوښان دروي. صحابه کرامو وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! آیا ته به په هغه ورځ موږ وپیژنې؟ رسول الله وفرمایل: هو، ستاسو یوه داسې نښه ده چې په نورو امتونو کې نشه، تاسې چې څه وخت حوص ته زما څنګ ته راځئ، نو ستاسو مخ او پښې به د اوداسه په سبب سپینې او ځلیدونکي وي.

Loading...

دا هم ولولئ

داسې وخت هم راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې الله تعای هغه شخص د خپل عرش …