کورپاڼه / روغتيا / د ویښتانو له سپینوالي څخه د ژغورلو لپاره ګټورې لارښوونې او آسانه درملنه

د ویښتانو له سپینوالي څخه د ژغورلو لپاره ګټورې لارښوونې او آسانه درملنه

د انسان ویښته په عموم کې له پنځه دیرش کلنۍ وروسته سپینېږي، خو په ځوانۍ کې یې هم د سپینېدو امکان شته او نن سبا خو دې ستونزې پراخوالی موندلی.

د ویښتانو د سپینېدو یوه مهه نښه داده چې ویښتانو ته په منظم ډول سره د ودې موقع نه ورکول کېږي او له پنځه دیرش کلنۍ دمخه سپینوالی پیدا کړي چې دې ته له وخته مخکې سپینېدل وایي، دغه انقلابي بدلون ډېر ژر راځي خو په یو څو شپو کې هم نه وي، نو راځئ چې نن ورځ ددې ستونزې د حل په موخه ځینې لارښوونې عملي کړو.

ددې لپاره چې خپل ویښتان له سپینوالي څخه وساتو، نو پکار ده چې زنک وکاروو او زنک په ماهي، آم او الوچه کې په ډېره اندازه موندل کېږي او بیره هم یو له هغه مېوو څخه ده چې زنک یې په جوړښت کې موجود وي.

که چېرته د کوچنیو ماشومانو ویښتان سپین شي نو د زنک شربت دې استعمال کړي او له لسو کلونو څخه د ډېر عمر لرونکي ماشومان باید په ورځ کې یوه کاچوغه وڅښي، دغه راز لاندې تېل هم ګټور وي.

د تېلو جوړولو لاره چاره:

په نیمه پیاله اوبو کې لس د مرخاڼۍ پاڼې ښې ګرمې کړئ، له دې وروسته پنځه څاڅکي د (لیونډر) تېل ور واچوئ، که چېرته نه وي نو د بادامو له تېلو ګټه پورته کړئ. له دې وروسته به څلور یا پنځه لاچي یا هیل او تر دیرشو دانو لونګ هم ور واچوئ.

کله چې په جوش راغلې تو د یوې ټوټې په مرسته به یې چاڼ کړئ، بیابه به په یوه ټوټه راواخلئ لږ غوندې به په همدې اوبو کې ډوب کړئ او د ویښتانو له بېخ به یې تر نوکه پورې ولګوئ.

دغه راز څلرویشت ساعته وروسته ولامبئ او تر دریو میاشتو دوام ورکړئ او دغه طریقه غټ او واړه ټول استعمالول شئ، نو ترڅنګ یې د بورې استعمال هم کم کړئ.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …