کورپاڼه / هنر او کلتور / ګل پاڼه: بريا سخته خواري او قرباني غواړي
ګل پاڼه

ګل پاڼه: بريا سخته خواري او قرباني غواړي

د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې د بريا ترلاسه کولو په اړه خپل فکر او نظر له مينه والو سره شريک کړى دى او وايي چې بريا ترلاسه کول سخته خواري او قرباني غواړي.

د کوزې پښتونخوا دا مشهوره سندرغاړې د لر و بر په ګډون په ټولو هغه هېوادونو کې مشهوره ده، چېرته چې پښتانه ژوند کوي، همدا راز نوموړې د اردو ژبې سندرې هم ويلي دي، په اردو ژبو کې يې هم ځان مشهور کړى دى.

نوموړې تازه د ټولنيزو رسنيو په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې پکې ليدل کېږي چې د کوم اعلان لپاره ثبت ترسره کوي. د هغې په لاس کې کومه انرجي ليدل کېږي او داسې ښکاري چې دا د کومې انرجۍ اعلان دى.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Gul Panra (@gulpanra.official)


ګل پاڼې د دې ويډيو سره په انسټاګرام کې ليکلي دي، چې بريا ناڅاپي نه ترلاسه کېږي، بلکې دا سخته خواري، زده کړه، مطالعه او قرباني غواړي.

نوموړې همدا راز ليکي او دا چې تاسې څه کوئ يا د څه شي په اړه زده کړه کوئ، د هغې سره ډېره مينه ولرئ. نوموړې همدا راز د سختې خوارۍ هشټاګ هم کارولى دى.

ګل پاڼې دا ويډيو تېره ورځ په انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې ده، چې تراوسه پورې له ٣٨ زرو څخه زياتو کسانو خوښه کړې ده او ځينو خلکو پرې تبصرې هم کړې دي، چې د هغې ستاينه يې کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …