کورپاڼه / جالب / یوه اته څلویښت کلنه میرمن په داسې ویډیوګانو روپۍ ګټي چې خندا به مو شنه کړي

یوه اته څلویښت کلنه میرمن په داسې ویډیوګانو روپۍ ګټي چې خندا به مو شنه کړي

نن سبا ډېری کسان پر یوټیوب او فیسبوک د ویډیو پر خپرولو سره ډېرې زیاتې روپۍ لاسته راوړي، چې په دې کې یوه انګلستانۍ اته څلویښت میرمنه هم شامله ده چې ایما مارټن نومېږي، خو دغه میرمن د یو داسې کار ویډیوګانې خپروي چې په اورېدو به یې پوزه بنده کړئ.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي ایما مارټن له خپل بدن څخه په لوړ آواز سره د ګیس د خارجولو ویډیوګانې جوړوي او پیسې پرې لاسته راوړي، مارټن له ۱۹۹۹ کال څخه پر انټرنیټ ویډیوګانې پلوري، چې اوس په (اونلي فینز) پر نوم په یو پلیټ فارم هم اکونټ پرانیستی.

راپورونه وایي چې پر اونلي فینز خلک په میاشتني ډول درې نیم پونډه د نوموړې د ویډیوګانو د کتلو لپاره ورکوي.

پر اونلي فینز د مارټن د مینوالو شمېر په دومره اندازه ډېر شوی، چې په میاشتني ډول ورڅخه درې زره پونډه لاسته راوړي.

مارټن وایې چې داسې شیان خوري چې په بدن کې یې ګیس پیدا کوي، دغه راز ښه ځان مړوي، سلاد، ناک، مساله جات او نور خواړه خوري او خاوند یې هم په دې پوهېږي چې په څه ډول روپۍ لاسته راوړي، خو کورنۍ پرې نه ده خبره او په ویډیوګانې کې هم ځان نه ښکاروي.

دا هم ولولئ

څېړنه: د څوارلسمې سپوږمۍ د نارینه وو پر ژوند څه اغېزې پرېباسي؟

ډېری نارینه د څوارلسمې سپوږمۍ ډېره زیاته خوښوي، خو همدغه سپوږمۍ یې په ژوند کې …