کورپاڼه / روغتيا / هغه مشروبات یا څښاک چې د روژې په میاشت د بدن اوبه پوره کوي

هغه مشروبات یا څښاک چې د روژې په میاشت د بدن اوبه پوره کوي

د رمضان د میاشتې روژې نېول او د ګرمۍ ډېروالی د بدن اوبه کموي، چې دغه اوبه به په ماښامي کې د اړتیا په اندازه یا د ډېرو اوبو په استعمال سره پوره کوو. دغه راز که چېرته د ساده اوبو سربېره ځینې کورني شربتونه استعمال کړو، نو تر ډېره پورې به مو د بدن اوبه پوره کړي او ټولې هغه اغېزې به له منځه یوسي چې د سرو کړو خوړو په سبب مو پر روغتیا پرېوځي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د ګرمۍ په موسم کې باید د اوبو استعمال ډېر شي، ترڅو د بدن اوبه مو پوره وي او له اړوندو اغېزو څخه وژغوري، چې د روژې په میاشت یو څه ناشوني وي. بله خوا ځینې کسان د روژې په میاشت کې د وزن کمولو هڅه کوي او روغتیایي کارپوهان روژه د روغتیا میاشت ګڼي، نو راځئ چې ځینې مشروبات وپېژنو او په روژه کې ور څخه ګټه واخلو.

د ګنیو شربت:

د ګنیو جوس سمدستي بدن ته انرژي ورکوي او د تازه والي او د طبیعت د ښه والي احساس ورکوي، ستړیا لېرې کوي او د ګردو لپاره ډېر ګټور وي.

د کوپرې اوبه:

د کوپرې اوبه یو له روغتیا بخښوونکو مایعاتو څخه ګڼل کېږي، چې بدهضمي ورکوي او د تېزابیت درملنه کوي. دغه راز وجود ته پیاوړتیا ورکوي او د خېټې د پړسوب ستونزې له منځه وړي.

د بادرنګو شربت:

د روژې میاشت هغه میاشت ده چې هر انسان ته ددې موقع ورکوي ترڅو خپل بدن له زهرجنو موادو څخه پاک کړي، نو که چېرته د روژي په ماښامي د بادرنګو شربت وکارول شي، دفاعي سیستم یې پیاوړی کېږي، هضم یې ښه کېږي او زهرجن مواد خارجوي.

د ګل قند استعمال:

له سرو ګلابو څخه جوړ شوی خوږ ګل قند نه یوازې دا چې د ګرمۍ شدت کموي بلکې بدن ته د تازه والي احساس هم ورکوي، نو که چېرته له ماښامي وروسته ګل قند وکارول شي یاهم په شېدو یا اوبو کې وڅښل شي نو د هضم سیستم ورسره ښه کېږي.

د لېمو اوبه:

د لېمو اوبه د هر موسم لپاره ګټور وي او د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب جوړېږي، ګردې پاکوي، وزن کموي او د هضم په مرحله کې آساني رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …