کورپاڼه / هنر او کلتور / شاهرو خان: لور مې سوهانا خان زما د سګریټ څکولو په سبب له ما خپه ده

شاهرو خان: لور مې سوهانا خان زما د سګریټ څکولو په سبب له ما خپه ده

د بالیووډ بادشاه شاهرو خان ډېر وخت دا خبره کوي چې د سګریټ څکولو عادت د خپلو بچیانو په سبب پرېږدي، نوموړی وایي چې یو ځل یې لور سوهانا خان د سګریټ څکولو عادت د نه پرېښودو په سبب ورڅخه خپه وه.

تېر کال شاهرو خان په یو ټویټ کې ویلي ول، چې تر اوسه پورې یې ونشو کولی د سګریټ څکولو عادت پرېږدي، په داسې حال کې چې نوموړي له دې وړاندې پرېکړه کړې وه چې د خپلو بچیانو لپاره سګریټ څکول پرېږدي.

شاهرو خان په ۲۰۱۱ کال د یوې غونډې یا مراسمو په ترڅ کې ویلي ول، چې لور یې سوهانا ترې یو ځل د سګریټ څکولو په سبب خپه شوې وه، چې دا خبره یې په زړه خښه ده او هر ځای یې کوي.

نوموړی زیاتوي چې دا ورته د شرم خبره ده چې په فلمونو کې خلکو ته لارښوونه کوي چې سګریټ مه څکوئ او په حقیقي ژوند کې خپله سګریټ څکوي.

شاهرو خان وایي چې دی رښتیا هم غواړي چې د سګریټ څکولو عادت پرېږدي، خو مناسب ورته نه مومي، ځکه چې نوموړی په دې باور دی چې دا کار وخت ته اړتیا لري.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …