کورپاڼه / خبرونه / هغه افغان لوبغاړي چې زيات ځلې په صفر سوځېدلي
اصغر، نبي، راشد، دولت او شفق

هغه افغان لوبغاړي چې زيات ځلې په صفر سوځېدلي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې په ٢٠٠٩ کال کې يې په لومړي ځل نړيواله لوبه ترسره کړې وه، تراوسه پورې يې له دوه سوو څخه زياتې نړيوالې شل اوريزې، يو ورځنۍ او ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې محمد نبي بيا د دوه سوو څخه زياتو لوبو کې لوبېدلى دى.

خو نن د هغه افغان لوبغاړو په اړه معلومات درکوو، چې په نړيوالو يو ورځنيو، نړيوالو شل اوريزو او ټېسټ لوبو کې زيات ځلې په صفر سوځېدلي دي.

اصغر افغان:

اصغر افغان

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په نړيوالو لوبو کې زيات ځلې په صفر سوځېدلى دى، نوموړي چې په ٢٠٠٩ کال کې يې د افغانستان لپاره لومړۍ لوبه ترسره کړې ده، تراوسه پورې د ملي لوبډلې لپاره لوبېږي او اوس لوبډلمشر هم دى.

هغه ١٩٢ لوبو کې لوبېدلى دى، چې ١٣ ځلې په صفر سوځېدلى دى. نوموړي په دې لوبو کې ٤٢٠٥ منډې هم ترلاسه کړې دي او ١ سليزه يې هم وهلې ده.

محمد نبي:

محمد نبي

محمد نبي هم په ٢٠٠٩ کال کې د افغانستان لپاره لوبې پيل کړي دي او تراوسه پورې لوبېږي، چې نوموړى د افغانستان يو له تجربه کاره الراونډرانو څخه هم دى.

د اصغر افغان وروسته محمد نبي هم ١٣ ځلې په صفر سوځېدلى دى. هغه په ٢١١ لوبو کې لوبېدلى دى چې ٤٢٤٦ منډې يې هم کړې دي او ١ سليزه يې وهلې ده.

راشد خان:

راشد خان

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان نه يوازې دا چې د نړۍ غوره توپ اچونکى دى، بلکې ډېرى وخت نوموړي چټکه توپوهنه هم ترسره کړې ده او ځان يې د يو الراونډر په توګه ښکاره کړى دى.

راشد خان چې په ٢٠١٥ کال کې يې د افغانستان لپاره لوبې پيل کړې دي، تراوسه پورې يې ١٢٩ لوبې کړې دي او ١١ ځلې په صفر سوځېدلى دى.

دولت ځدراڼ:

دولت ځدراڼ

د افغانستان چټک توپ اچونکى دولت ځدراڼ چې په ٢٠١١ کال کې يې د افغانستان لپاره لوبې پيل کړي دي، له ٢٠١٩ کال وروسته په ملي لوبډله کې نه دى لوبېدلى.

نوموړي د افغانستان لپاره ١١٦ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې لوبو کې هغه ١٠ ځلې په صفر سوځېدلى دى.

شفيق الله شفق:

شفيق الله شفق

د ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى شفيق الله شفق چې په ٢٠٠٩ کال کې يې د افغانستان لپاره لوبې پيل کړي دي، څه وخت وړاندې د کرکټ بورډ له خوا پرې ٦ کلن بندېز لګېدلى دى، هغه خپله وروستۍ لوبه په ٢٠١٩ کال کې کړې وه.

نوموړي د افغانستان لپاره ٧٠ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې لوبو کې هغه ٩ ځلې په صفر سوځېدلى و.

له دوى پرته بيا نوروز منګل او ګلبدين نايب ٨ ځلې، مجيب الرحمان، شاپور ځدراڼ، کريم صادق او محمد شهزاد ٧ ځلې، رحمت شاه او نجيب الله ځدراڼ ٦ ځلې، ميروېس اشرف او نور علي ځدراڼ بيا ٤ ځلې په صفر سوځېدلي دي.

دا هم ولولئ

که چېرته مو پر لار د تګ پرمهال په ناڅاپي ډول کوم غږ واورید؛ څه به کوئ؟

ډېر وخت به له داسې حالاتو سره ضرور مخ شوي وئ، چې په لار روان …