خپلواک وېبپاڼه (٢٩ اکتوبر ٢٠١٩): د کرکټ نړيوالې شورا (ايي سي سي) د نړۍ مخکښ الراونډر او د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ او شل اوريزو لوبو لوبډلمشر شکېب الحسن باندې دوه کاله بندېز ولګولو.
هغه ته بکيز يا مېچ فيکسنګ کسانو لاسرسى پېدا کړى و او شکېب الحسن ايي سي سي ته د هغې په اړه راپور نه و ورکړى، چې د ايي سي سي د قانون له مخې، په درې مادو کې هغه تورن شو.
پر شکېب الحسن باندې دوه کلن بندېز لګېدلى دى او د راتلونکو دوه کلونو لپاره به هغه هېڅ ډول کرکټ ونه شي کولاى، خو نوموړي خپله تېروتنه منلې ده، نو ايي سي سي يې يو کال سزا معاف کړې.
پر شکېب الحسن تور دى چې د ٢١٨ په جنورۍ کې د درې اړخيزه سيريز او په ٢٠١٨ کې د هند تجارتي ليګ پر مهال بکيز او مېچ فيکسنګ کوونکو کسانو د نوموړي سره اړيکه نيولې وه، چې هغه پرې ايي سي سي نه و خبر کړى.
د کرکټ هغه ٥ لوبغاړي چې خپل نومونه يې بدل کړل
پنځه افغان لوبغاړي چې ښايي ٢٠٢٠ اى پي ايل کې واخيستل شي
د لوبغاړو د انتخاب په برخه کې د ولس پوښتنو ته د کرکټ بورډ ځواب
د ٢٠١٨ په جنورۍ مياشت کې د بنګله دېش، سريلانکا او زمبابوې ترمنځ د درې اړخيزه سياليو پر مهال له هغه سره بيا اړيکه نيول شوې وه تر څو مېچ فيکسينګ وکړي، خو نوموړي د قانون سره سم دغه راپور ايي سي سي ته نه و ورکړى چې هغه پکې تورن شو.
پر هغه دريم تور دا دى چې په ٢٠١٨ کې د هند تجارتي ليګ د سنرايزرز حېدر اباد او کنګز اليون پنجاب ترمنځ د ٢٦ اپريل په لوبه کې هغه ته بيا ځينو کسانو وړانديز کړى و، چې لوبه کې دې فيکسينګ وکړي، خو نوموړي په دغه مهال هم کرکټ نړيوالې شورا او يا هم د ليګ يا لوبډلې کوم کس ته راپور نه و ورکړى.
د ايي سي سي د قانون ترمخه که کوم لوبغاړى د فيکسنګ يا غېر قانوني کارونو په تړاو خپل بورډ، د کرکټ نړيوالې شورا او اړوندو مسوولينو ته راپور ورنه کړي، نو هغه مجرم ګڼل کېږي، چې لږ نه لږ ٦ مياشتې او زيات نه زيات ٥ کاله سزا ورکول کېداى شي.
په دې تړاو ايي سي سي ځکه ډېره جدي ده، چې بکيز او غېر قانوني کارونو باندې د لوبغاړو راوستلو مخه ونيسي او دغه لوبغاړو تر قانون لاندې راشي، تر څو کرکټ د هر ډول فساد نه پاک وي.
پر شکېب الحسن دا بندېز په داسې وخت کې ولګېده، چې د هغه بنګله دېش کرکټ بورډ سره سخت جنجالونه روان و او د لوبغاړو مشري هم د شکېب الحسن پر غاړه وه چې د بنګله دېش کرکټ بورډ پر وړاندې يې احتجاج کړى و.
نن سبا د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې تمريناتي کمپ روان دى، چې شکېب الحسن پکې ګډون نه و کړى او د بنګله دېش کرکټ بورډ هم په دغه تړاو رسمي څه نه و ويلي، نو له هغې معلومېده چې څه خبره خو حتماً شته.
خو که شکېب الحسن اړوند مسوولين په دې تړاو مطمين کړي، نو ښايي د هغه په سزا کې نور کمى هم راشي او د ٢٩ اکتوبر ٢٠٢٠ پورې هغه د نړيوال کرکټ ترسره کولو حق ترلاسه کړي.
د کرکټ نړيواله شورا وايي، چې شکېب الحسن د له لوري پرې لګول شوي بندېزونه منلي دي. شکېب الحسن په خپله وينا کې ويلي، چې زه په دې بندېز سخت خپه يم، خو د بکيز په اړه دوى ه راپور نه ورکول، دا غلطي زه منم.
هغه وايي، چې د فساد پر ضد د ايي سي سي فساد ضد اداره پر لوبغاړو تکيه کوي او ما په دغه برخه کې خپلې ذمه وارۍ نه دي پوره کړي.
هغه وايي، چې په ټوله نړۍ کې د کرکټ د مينه والو او لوبغاړو تر څنګ زه هم غواړم چې کرکټ له فساد نه پاک وي او په دې برخه کې د ايي سي سي د فساد ضد ادارې سره د يو ځاى کار کولو اراده کوم او د دوى ښوونيزو پروګرامونو ملاتړ هم کوم، همدا راز ځوانانو ته ويل غواړم چې کومه تېروتنه ما کړې، هغه تاسې مه کوئ.