کورپاڼه / روغتيا / د ګردو له ناروغۍ سره بیاهم ښه ژوند وکړئ؛ د روغتیایي کارپوهانو ګټورې لارښوونې

د ګردو له ناروغۍ سره بیاهم ښه ژوند وکړئ؛ د روغتیایي کارپوهانو ګټورې لارښوونې

ګردې یا پښتورګي د انسان د بدن مهم غړي دي، چې د ښه ژوند د تېرولو لپاره یې ښه او صحت ساتل اړین وي او د ځینو عناصرو په پام کې د نیولو سره یې ښه ساتلی شو، خو لومړی باید په دې پوه شو چې کوم عناصر د ګردو اړوند ستونزې راولاړوي.

د ګردو د ناروغۍ سببونه:

د یو راپور له مخې ویل کېږي چې د ګردو د ستونزو پیدا کوونکي عام سببونه د شکر سربېره لوړ فشار، د تشو متیازو سوخت، د ګردو تیږه یا شګې، د ګردو میکروب، چاغښت، ورزش نه کول، پوره اوبه نه څښل، سګریټ څکول او نور پکې شامل دي.

د ګردو له ناروغۍ به څنګه ځان ساتو؟

په بدن کې د اوبو کمښت د ګردو له ناروغیو سره ژورې اړیکې لري، نو هڅه وکړئ چې په مناسبه اندازه اوبه وڅښئ، خو باید په یاد ولرئ چې له اړتیا زیاتې یا کمې اوبه هم د ګردو لپاره زیانمنې وي.

هغه ګولۍ درمل ډېر مه کاروئ چې درد آراموي، ډېر پروټین لرونکي توکي مه استعمالوئ، د پروټینو له ترلاسه کولو ډډه وکړئ، که چېرته مو تشو میتازو سوخت پیدا کړ یامو په ګردو کې شګې وې نو ژر یې درملنه وکړئ.

په بدن د شکر اندازه برابره وساتئ، د ژوند ښه طرز یا طریقه خپل کړئ، په خوراک کې بدلون راولئ، سګریټ څکول چې د انسان مجموعي روغتیا ډېر خطرناک تمامېږي عادت یې پرېږدئ، تل خپل فشار وګورئ، ځکه چې د ګردو له ناروغۍ دمخه یې اغېزې د وینې د فشار په ډول څرګندېږي.

د مالګې له ډېر استعمال څخه ډډه وکړئ، هغه خواړه چې فاسفورس لري کم یې کړئ او له پوتاشیم لرونکو او سودیم لرونکو توکو څخه هم ځان وساتئ.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …