کورپاڼه / روغتيا / لینزونه چې د نظر لپاره استعمالېږي، کوم ډول یې غوره دي؟

لینزونه چې د نظر لپاره استعمالېږي، کوم ډول یې غوره دي؟

ځینې کسان د نظر یا دید د کمزورۍ په سبب د عینکو یا چشمو د استعمال پرځای د لینزونو لګول خوښوي، چې بیا یې د سترګو د دید کمزوري ختمېږي او شیان پرې ښه لېدلی شي.

ډاکتران وایي چې د سترګو لینزونه په دوه ډوله وي، یو ډول نرم لینزونه وي او بل ډول بیا سخت لینزونه وي، خو دلته پوښتنه دا پیدا کېږي چې په دې کې یې کوم لینزونه د سترګو لپاره ښه وي؟

ډاکتران وایي هغه کسان چې د حساسو سترګو لرونکي وي سخت لینزونه دې استعمال کړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې سترګې سوخت او سپوروالی لري، نرم لینزونه باید بیا بیا ځلې لمده شي چې بیا د سترګو د سپوروالی سبب هم کېږي.

سربېره پر دې سخت لینزونه د خپل رنګ له مخې هم د نرمو لینزونو څخه غوره وي، تر ډېره وخته پورې استعمال کېږي یعنې لږ تر لږه تر دوو کلونو پورې کارول کېږي، خو کوچنۍ اندازه او له سترګو څخه یې غورځېدل نیمګړتیا ده، خو نرم لینزونه بیا له سترګو نه غورځي.

ډاکترانو په دې اړه ځینې لارښوونې هم لري چې دلته به یې ولولو:

  • د لینز له لګولو دمخه لاسونه پاک ووینځئ، وچ یې کړئ او بیا لینز ولګوئ.

  • د لینز د وخت له پوره کېدو وروسته لینز لېرې کوئ.

  • که چېرته د لینز په سبب کومه ستونزه رامنځته شوه ډاکتر مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …