کورپاڼه / جالب / د ایټالوي خوړو ذوق د یو نړیوال مجرم د نېولو کېدو سبب وګرځیدو

د ایټالوي خوړو ذوق د یو نړیوال مجرم د نېولو کېدو سبب وګرځیدو

له ایټالیې څخه د یوه په زړه پورې خبر له مخې ویل کېږي، چې د ایټالیې د ځانګړو خوړو شوق د ډېرې خطرناکې مافیایي کړۍ مشر نېول دی.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ایټالوي پولیسو د (ایندرینګیټا) د مافیایي کړۍ د مشر نېولو اعلان کړی، چې بالاخره د پخلي د یوې خپرونې په سبب ونیول شو.

ویل کېږي چې دغه نړیوال مجرم مارک فیرین کلاوډ بیارټ نومېږي چې دري پنځوس کاله عمر لري او څو کاله دمخه له ایټالیې څخه تښتېدلی او په لاطیني امریکا کې چېرته پټ شوی او پنځه کاله دمخه د کرابین د ډومینیک جمهوریت ته رسېدلی و.

ویل کېږي چې کلاوډ بیارټ د پخلي یو ویډیو یوټیوب ته پورته کوله، چې همدغه ویډیو دده د نېولو لامل وګرځید.

راپورونه وایي چې کلاوډ بیارټ د خپلې میرمنې په مرسته د یوټیوب چینل جوړ کړی و، چې وخت ناوخت به یې د پخلي طریقې ښودلې، دا ځل د نوموړې میرمنې د ایټالوي خوړو د پخولو طریقه ښوده، که څه هم په دې ویډیو کلاوډ بیارټ ځان په مکمله توګه پټ کړی و، خو پر لاس او بدن یې ټاټو ښکارېده او وپېژندل شو.

پولیس وایي چې دوی سره د ایټالوي خوړو ذوق د نوموړي په نېولو کې مرسته وکړه. یاده دې وي چې کلاوډ بیارټ د ایټالیې د لویې مافیایي تنظیم مشر، نړیوال مجرم او د نشه یي توکو چاق کوونکی دی.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …