کورپاڼه / هنر او کلتور / يو امريکايي د (ايوينجرز) فلم ١٩١ ځله کتلى او نړيوال ريکارډ يې جوړ کړى
ايوينجرز فلم

يو امريکايي د (ايوينجرز) فلم ١٩١ ځله کتلى او نړيوال ريکارډ يې جوړ کړى

د امريکا يو اوسېدونکي يو فلم ١٩١ ځله په سينما کې کتلى دى چې په دې سره يې نړيوال ريکارډ جوړ کړى دى او په ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ کې يې نوم هم ثبت شوى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ريميرو ايلانيس په نوم يو کس د (ايوينجرز: اينفينيټي وار) ١٩١ ځله کتلى دى چې د دې لپاره هغه هر ځل سينما ته تللى دى. ٣٣ کلن ريميرو د فلوريډا اوسېدونکى دى او د مارويل لړۍ ستر مينه وال دى.

څو ورځې وړاندې د ريکارډونو نړيوال کتاب (ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ) د نوموړي نوم هم په خپل کتاب کې ثبت کړى دى او هغه ته يې سند هم ورکړى دى. نوموړى لومړنى کس شو چې يو فلم يې زيات ځلې په سينما کې کتلى دى.

ريميرو د دې فلم کتلو لپاره د خپل شخصي ژوند او کار څخه ځانګړى وخت راويستى و، تر څو په وخت سينما ته ورسېږي او دا فلم وګوري، نوموړي د خپلو ملګرو، کورنۍ او همدا راز د سينما د مسوولينو څخه هم مننه کړې ده.

ريميرو چې به هره ورځ سينما ته تللو، نو د هغه ځاى عکسونه به يې هم په ټولنيزو رسنيو کې خپرول، نوموړي د شنبې او يکشنبې په ورځ څلور يا پنځه ځلې دا فلم کتلو. دا فلم درې ساعته او دوه دقيقې دى.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …