کورپاڼه / جالب / نه باورېدونکې پېښه؛ غڼو هوسۍ هم ونه بخښله

نه باورېدونکې پېښه؛ غڼو هوسۍ هم ونه بخښله

د جنوبي افریقا په بوټسوانا کې غڼو د هوسۍ د ښکرونو ترمنځ د ځالې یا جال په جوړولو خلک له حیرانۍ سره کړي او تصویر یې په ټولنیزو رسنیو کې یو شور راپورته کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې یوې انګلستانۍ میرمنې جیس ایسډن د جنوبي افریقا بوټسوانا ته په چکر تللې و او د خپل چکر په لړ کې یې د سفاري پارک څخه لېدنه هم وکړه، خو نوموړې هغه وخت له حیرانۍ سره مخ شوه، کله یې چې یوه داسې هوسۍ ولیده چې په ښکرونه کې جال، ځاله جوړه شوې ده.

ویل کېږي چې په لومړیو کې جیس ایسډن په دې نه پوهېده چې د هوسۍ د ښکرونو ترمنځ څه شی دی.

ایسډن وایي، کله یې چې موټر هوسۍ ته ور نږدې کړ، نو و یې لېدل چې په ښکرونو کې ورته غټو غڼو جال یا ځاله جوړه کړې، چې دغه جال نه یوازې د هوسۍ ښکرونه پوښلي بلکې مخ او پوزه یې هم ورڅخه پوښلې ده.

ایسډن زیاتوي چې هوسۍ د غڼو له جال څخه بالکل په عذاب نه وه او عادي ژوند یې کاوه. یاده دې وي چې دغه تصویر تېر کال خپور شوی و، خو ایسډن چې کله لندن ته لاړه نو د بیا ځل لپاره خپور کړ.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …